IQNA

لندن کې د قرآن کریم ژباړو نندارتون + انځور

10:47 - October 03, 2017
د خبر لمبر: 3480711
نړیواله ډله: د لندن د نیوهام سیمې مسلمانانو انجمن یو نندارتون چې له ۵۰ نه زیاتې د قرآن کریم په مختلفو ژبو کې ژباړې لري او د قرآن کریم د تعلیماتو او مفاهمو د لا زیات ښودنې وړاندې کولو هدف سره پيل کړي.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Newham Recorder خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د دې نندارتون نه کتنه کوونکې، د غوښتنې په صورت کولې شو چې د قرآن کریم مختلفو ژبو ژباړې ترلاسه کړي او د جهاد او ترهګري او نورو موضوعاتو په اړه خپلې پوښتنې وپوښتې.

د دې نندارتون پیل کوونکې بشارت احمد وویل: مونږ غواړو د اسلامی سولې پیغام د ټولنې یوې لوي برخې ته وړاندې کړو.

اسلام مونږ ته وایئ چې څرنګه په یوه ټولنه کې د سوله یز ژوند لاره هوارولې شو او له ګاونډیانو سره څرنګه مهربان وسو.

هغه د جهاد د معنی په اړه هم توضیح ورکړه چې د جهاد یوه معنی پروردګار سره ښه اړیکې نیولو لپاره هڅې او کوښښ کول دي.

بشارت احمد زیاته کړه: د جهاد معنا یو عمومي بدلون دي چې په نتیجه کې انسان ځان د الهي قوانینو او فرامینو مخکې تسلیم ګڼلې او په نتیجه کې یی د ټولو انسانانو لپاره مهربانه وي.


http://iqna.ir/fa/news/3648207


captcha