IQNA

آیت الله سیستانی نن د صفر میاشتې لومړۍ ورځ اعلان کړه

15:55 - October 22, 2017
د خبر لمبر: 3480745
نړیواله ډله: په عراق کې د شیعیانو دینی مرجع آیت الله سید علی سیستانی دفتر، نن د اتبار ورځ(۳۰ مهر) د صفر لومړۍ ورځ اعلان کړه.
آیت الله سیستانی نن د صفر میاشتې لومړۍ ورځ اعلان کړه

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د عراق نون خبرونو نه په نقل، په عراق کې د شیعیانو دینی مرجع آیت الله سید علی سیستانی دفتر، یوه بیانیه کې اعلان وکړو: پرون د هفته ورځ(۲۹ آبان) د محرم الحرام د میاشتې اخیرنۍ ورځ وه او نن د اتبار ورځ(۳۰ مهر) د صفر لومړۍ ورځ ده.

دې ته توجه سره چې په عراق کې د شیعیانو دینی مرجع آیت الله سید علی سیستانی دفتر نن ورځ د صفر لومړي ورځ وټاکله نو دې کال به اربعین په عراق کې لکه د تېرو کالو یوه ورځ د ایران نه ورستو پیل کېږي.

په ایران کې د زیارت(۱۸ آبان) او په عراق کې د جمعه(۱۹ آبان) ورځ به د امام حسین علیه السلام د اربعین(څلوېښتۍ) ورځ وي.

د حضرت آیت الله خامنه ای د فتوی پر اساس، د میاشتې لیدلو لپاره مصنوعي سترګه(د سپوږمۍ لیدلو اوزار) هم کفایت کوي، خو ولی ځنې فقها لکه آیت الله سید علی سیستانی د مصنوعي سترګې استعمال باندې قایل نه دي، نو نن د صفر میاشتې د لومړۍ ورځي اعلان یی کړي.

http://www.iqna.ir/fa/news/3654865


captcha