IQNA

د ایران په زلزله کښې تراوسه ۴۰۷ کسان مړه او ۶۷۰۰ ژوبل شوي دي

23:36 - November 13, 2017
د خبر لمبر: 3480776
سياسي ډله: د ایران په لویدیځ کښې زلزلې ۴۰۷ کسان وژلی او ۶۷۰۰ نور ژوبل شوي.
د ایران په زلزله کښې تراوسه ۴۰۷ کسان مړه او ۶۷۰۰ ژوبل شوي دي
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پارس ټو ډی(parstoday) پښتو برخې نه په نقل، تیره شته چې دمړو او دژوبلو کسانو شمیر نور هم زیات شی ځکه چې زلزله بیخی زوره وره وه .
دایران د اورژانس ادارې مشر پیرحسین کولیوند د کلیو د لارو بندیدل په چټک ډول د مرستو د رسولو په لاره کښې ترټولو ستر خنډ وباله او ویې ویل  په موجودو شرایطو کښې په سمدستی ډول صحرایی روغتونونو(Field Hospitals) ته اړتیا لرو .
کولیوند دغه راز دایران د کرمانشاه ولایت په خوا کښې په کرند غرب سیمه کښې ددریو(۳) ماشومانو د وژل کیدا او په قصرشیرین سیمه کښې دسلو (۱۰۰)کسانو دژوبلیدا خبر ورکړ .
داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی له کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحمانی فضلی سره په ټیلی فونی خبرو کښې زلزله ځپلیو خلکو ته د مرستو د رسولو په اړه ضروری حکم ورکړ .
دتهران پوهنتون جیو فیزیک موسسې وویل بیګا اوه اعشاریه درې  ریشټره  سختې زلزلې چې د شپې په نهه بجې او اته دیرش دقیقې   رامینځته شوه دایران د لویدیځ په تیره بیا د کرمانشاه او کردستان ولایتونو زیاتې سیمې ولړزولې .
دایران دکړکیچ د مدیریت د ادارې مشر اسماعیل نجار هم دزلزلې په اړه وویل په کرمانشاه ولایت کښې له زلزلې وروسته ددغه ولایت دکړکیچ دمدیریت شورا غونډه وکړه او ددغه پیښې په اړخونو دغور په حال کښې ده .
بل خبر وایې چې په ترکیې ، ارمنستان  ، کویت، سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو کښې هم زلزله راغلی ده خو تراوسه د مرګ ژوبلو په اړه کوم راپور نه دی خپور شوی .
دغه راز په عراق کښې هم زلزلې شپږکسان وژلی او یوسل پنځوس نور ژوبل کړی .
زلزلې دعراق زیاتې سیمې لړزولی دی .
parstoday.com


captcha