IQNA

مسئولان دې په عمل کې دکړیدلوخلکو مشکلات زرحل کړی

10:29 - November 15, 2017
د خبر لمبر: 3480783
سیاسي ډله: د اسلامی انقلابل معظم لارښود داسلامی ټولنې په رګونو کې د مینې او مرستو اوملګرتیاؤ د وینې جاری کیدا او ولوله،د دغه ډول پیښو له اغیزو وبلله او وې فرمائیل،دغه پیښې ټول د ملګرتیا،مرستواویوه خوله کیداپه صحنوکې شتون ته اړباسی اوهیله مندیوو چې ددغې مینې او ورورولۍ له امله الهی برکتونه،د پهلوانانو پالونکی کرمانشاه ټاټوبی او د درست ایران د میړنی ولس شامل حال شی .
مسئولان دې په عمل کې دکړیدلوخلکو مشکلات زرحل کړیقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ای بیګا د درو واړو قواؤ له مشرانو او دهیواد یوشمیر نورو مسئولانو سره په غونډې کې دکرمانشاه ولایت او شاوخوا سیمو د زلزلې دبوږنونکی پیښې باندې په غم رازی ښکاره کولو سره د غه وروستۍ تراخه پیښه یو الهی آزمایش او دمسئولانو د دندو ترسره کولو لپاره یو ډګر وبالۀ
حضرت ایت ا... العظمی سیدعلی خامنه ای فرمائیلی دی ؛ په وروستیو دوو ورځو کې داسلامی ایران د ولسمشر پشمولو مسئولانو دغمځپلو خلکو په مینځ کې په شتون سره له هغوی سره خواخوږی کړی او هیله مند یم دغه همدردیانې دعمل او له خلکو سره دمرستو په ډګر کې په قوت سره دوام وکړی او دهوا یخیدو ته پام سره دخلکو درد ،کړاؤ او مشکلات هم کم کړائ شی .
دوی همداراز د اسلامی ټولنې په رګونو کې د مینې او مرستو اوملګرتیاؤ د وینې جاری کیدا او ولوله ، د دغه ډول پیښو له اغیزو وبلله او وې فرمائیل ، دغه پیښې ټول د ملګرتیا،مرستواویوه خوله کیدا په صحنو کې شتون ته اړباسی او هیله مند یوو چې د دغې مینې اوورورولۍ له امله الهی برکتونه، د پهلوانانو پالونکی کرمانشاه ټاټوبی او د درست ایران میړنی ولس شامل حال شی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود ددې خبرې په کولو سره چې مونږ په دغه غم کې د کرمانشاه ولایت دمیړنیو پوله ساتونکو خلکو سره شریک یوو ،وفرمائیل ؛ دخپلو عزیزانو نیشتوالی او مصیبت سخت اوتریخ دی ، خو هیله مند یوو چې خداوندمتعال د داغدارو کورنیو په زړونو خپل آرامښت نازل او دهغوی سترګې پخپل رحمن او مهربانۍ سره روښانه کړی .
د ایران دکرمانشاه ولایت او شاوخوا سیمو کې دیکشبنې په شپه د سترې زلزلې له امله له کړیدلو خلکو او دایران له ملت سره نړیوالې خواخوږۍ هماغه راز دوام لری او دنړۍ زیاتره هیوادونو دایران له ملت او غمځپلو کورنیو سره د خواخوږیو په څرګندولو سره هرډول مرستو ته چمتووالی هم اعلان کړی دی . داپه داسې حال کې دی چې دایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف د درستو هیوادونو د لوړپوړو چارواکو د غمرازۍ او دمرستو لپاره د وړاندیزونو په مننې اوقدرونې سره وئیلی دی ، چې په داخلی امکاناتو او استعدادونو سره هماغه راز د غم ځپلی خلکو سره مرستې دوام لری او هغوی تر بشبړ آرامښت پورې به دغه مرستندویه فعالیتونه دوام ولری .
وروستی راپورونه ښئ چې په دغې غمیزې کې دقربانیانو شمیر څلور سوه دوه دیرش تنو ته او دغه راز د ټپیانو شمیر هم کابو اوه زره نهو سوو ته رسیدلی دی . داهم وئیل شوی چې بیکا له دوو ورځو وروسته له کنډوالو یو شپږ کلن ماشوم روغ رمټ ژغورل شوی دی .
parsstoday.com

captcha