IQNA

د دبی ښځو قرآن مقابلو درېمه ورځ

0:30 - November 19, 2017
د خبر لمبر: 3480788
مقابلو ډله: د قرآن کریم ۷ حافظ د نړۍ له مختلفو هیوادونو د دبی ښځو قرآن نړیواله مقابلو چې د فاطمه بنت مبارک مقابلو عنوان سره شورو دی په درېمه ورځ کې مقابلې پیل کړي.
د دبی ښځو قرآن مقابلو درېمه ورځ

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د البینان امارتي ورځپاڼې نه په نقل، د دبی ښځو قرآن نړیواله مقابلو درېمه ورځ د اووه مقابلو سره ادامه پیدا کړه.

د دې مقابلو په درېمه ورځ، «رمله حسن» له فنلاند، «هدیل خالد عوض» له فلسطین، «إسرا حسام عبدالغنی» له بحرین، «براء أحمد صیفی» له برزیل، «زکیة جمعة عثمان» له تانزانیا، «خدیجة بنت محمد أحسن» له بنگلادش او «رشیدة تراوری» له بورکینافاسو نه د ټول قرآن کریم حفظ د حفص روایت له عاصم په برخه کې مقابلې پیل کړي.

همدارنګه د دغه مقابلو په څلورمه ورځ به، ، «آلاء عباس» له سودان، «مولزا تيكا» له اندونزی، «هبه حسين» له سومالی، «حنين عيسى» له كويت، «خديجه هاييروا» له تایلند، «زينب جبرائيلوفنا» له روسیه او «عائشه دوكور» له کشور جمهوری کنگونه به سره مقابلې ترسره کوي.

د ایران له خراسان رضوی نه ۱۰ کلنه زهرا سادات حسینی چې د ټول قرآن کریم حافظه ده د جمهوری اسلامی ایران له اړخه دغه مقابلو کې ګډون کوي.

د ایران له اړخه تېر کال حنانه خلقی په دې مقابلو کې ګډون کړي وو چې د فاطمه بنت مبارک قرآنی نړیواله مقابلو عنوان سره پيل شوي وې.

http://iqna.ir/fa/news/3663620


captcha