IQNA

په امریکا کې د مفت قرآن کریم طرحې سره د اسلام معرفي

23:37 - November 20, 2017
د خبر لمبر: 3480801
نړیواله ډله: امریکا نیو مکزیکو په ایالت کې د لاس کروسس په ښار کې د مسلمانانو ټولنې د اسلام پېژندلو پروګرام پيل کولو سره مفت قرآن کریم په خلکو کې تقسیم کړل.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې نه په نقل، د اسلام مخالف احساساتو کې زیاتوالي، امریکا نیو مکزیکو په ایالت کې د لاس کروسس په ښار کې د مسلمانانو ټولنې د اسلام پېژندلو پروګرام پيل کولو سره هڅه کوي چې د اسلام په اړه بي بنیاده خبرې بې اثره کړی او حقیقي اسلام سره اشنا کېدو لپاره مفت قرآن کریم په خلکو کې تقسیم کړل.

د دې پروګرام پیل کوونکې فعال مسلمانه او وکیله ثریا حسین ده، هغه وایئ یوه غرفه د اسلامی پېژندنې په نوم همېشه د لاس کروسس په اسلامی مرکز او جومات کې شتون لري او خلک کولې شي چې په ازادي سره خپلې پوښتنې له مسلمانانو وپوښتې.

هغه د اسلام نه ویره کې زیاتوالي د ډونلډ ټرمپ د حکومت غلط سیاستونو نتیجه او امریکې ته د مسلمانانو مهاجرت باندې د بندیز دي چې د اسلام سره د معرفي او پېژندلو پروګرامونو پیل کولو ته تشویق کوي.

حسین او د لاس کروسس جومات دعوتي کمېټۍ غړې د هفته په ورځ بازار ته ځې او مفت د قرآن کریم نسخې خلکو کې وېشه وي او د اسلامی عقایدو په اړه کتابچې په خلکو کې وېشي.

حسین اعتقاد لري چې دا فعالیتونه د مسلمانانو لپاره او نورو خلکو لپاره ګټه لري.


http://iqna.ir/fa/news/3664412


captcha