قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ایران راډیو نه په نقل، ملګروملتونو د یمن حالات د انسان دتاریخ ترټولو بد کړکیچ وباله .
ملګروملتونو ویلی دی چې دسعودی عربستان لخوا دیمن د کلابندۍ په وجه روان میلادی کال د جنګ ، لوږې او دناروغیوله کبله ددغه هیواد د وژل شویو ماشومانو شمیر له پنځوسوزرو(۵۰۰۰۰) زیات شوی دی .
ملګروملتونو وویل چې دیمن دکلابندۍ په وجه د لوږې او دناروغیو له کبله هره ورځ یوسل دیرش(۱۳۰) ماشومان مری .
دیمن په میلیونو خلک سمدستی مرستو ته ضرورت لری اوپه جزوی ډول دکلابندۍ په ختمیدا سره به هم ددغه هیواد څه دپاسه درې میلیونه خلک له لوږې سره مخ وی .
ملګروملتونو ویلی دی که چیرې دیمن خلکو ته خواړه ونه ورسیږی او درملنې یې ونشی نو په راتلونکو څو میاشتو کښې به ددغه هیواد یونیم لک ماشومان ووژل شی .
دغه راز د اروپای اتحادیې دبهرنی سیاس مسولې میرمن موګرینی انسان دوستانه مرستو ته دیمن دټولو ملکی خلکو دسمدستی لاسرسی پرضرورت ټینګار وکړ .