IQNA

د داعش دسلطې ختمیدل امریکا او نورو رژیمونو ته ګوزار وو

12:32 - November 22, 2017
د خبر لمبر: 3480807
سیاسي ډله: تاسو او په سوریې ، عراق او نورو هیوادونو کښې ټول مجاهد وړونه په لوی خدای ج سپارم او تاسو ټولو ته سلام او دعا کوم .
د داعش دسلطې ختمیدل امریکا او نورو رژیمونو ته ګوزار وو
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د parstoday خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای ټینګار وکړ دداعش د شجره خبیثه د سلطې ختمیدل په دغه سیمه کښې دامریکا پخوانیو او اوسنیو حکومتونو او هغې ته اړونده رژیمونو ته داسې ګوزار وو چې دغه ډله یې رامینځته کړه او له دغه ډلې سره یې هرډول مرسته وکړه چې په مینځنی ختیځ کښې خپله سپیره سلطه پراخه کړی او صهیونیسټ غاصب رژیم په دغه سیمې واکمن کړی .
د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی خامنه ای د اسلامی انقلاب د سپاه پاسداران دقدس ځواک دقوماندان قاسم سلیمانی لیک ته په ځواب کښې وویل په خپل ټول وجود سره د لوی خدای پاک مننه کوم چې د ستا او په مختلفو سویو د ستا د ډیرو ملګرو په سرشیندونو کښې یط برکت واچوه او خبیث نیالګی(شجره خبیثه) چې د نړۍ دطاغوتیانو لخوا لګول شوی وو د تاسو صالحو بندګانو په وسیله په سوریې او عراق کښې له مینځه یووړل شو .
هغه حضرت زیاته کړه دا یوازې داعش ظالمې او مخ توری ډلې ته ګوزار نه وو بلکې هغه خبیثانه سیاست ته سخت ګوزار وو چې په سیمه کښې د کورنی جنګ رامینځته کول او دصهیونیسټ ضد مقاومت له مینځه وړل او دداعش ظالمې ډلې د مشرانو په وسیله یې د خپلواکه حکومتونو کمزوری کول په نظر کښې لرلی وو .
دایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای ډاګینه کړه تاسو ددغه سرطانی او وژونکی ډلې په دړې وړې کولو سره نه یوازې دسیمې دهیوادونو او اسلامی نړۍ بلکې د ټولو ملتونو او دبشرییت ستر خدمت وکړ .
دایران اسلامی انقلاب ستر لارښودحضرت ایت الله العظمی خامنه ای په داعش ډلې دبریالیتوب په اړه مبارکۍ سره جوته کړه ددښمن د مکاریو په هکله باید غافل نشو .
هغه حضرت زیاته کړه هغه هیوادونه چې په ډیرې پانګونې سره یې دغه سیپره دسیسه پلان کړی وه غلی کې ننی او هڅه به وکړی داعش ډله ددغه سیمې په بل کوم هیواد یا په یوه(۱) بله بڼه دوباره په کار واچوی .
دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه ای ټینګار وکړ د انګیزې ، هوښیارتیا او د وحدت ساتل ، دهر خطرناک شی له مینځه وړل ، بصیرت رامینځته کونکی کلتوری کار او هراړخیز چمتووالی باید هیر نشی .
هغه جوته کړه تاسو او په سوریې ، عراق او نورو هیوادونو کښې ټول مجاهد وړونه په لوی خدای ج سپارم او تاسو ټولو ته سلام او دعا کوم .
دایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسداران دقدس ځواک مشر جنرال قاسم سلیمانی پرون سهار داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای ته په یوه(۱) لیک کښې دداعش دشجره خبیثه د سلطې ختمیدل اعلان کړل او ددغه ستر بریالیتوب په اړه یې اسلامی نړۍ او داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه ای ته مبارکی وویله .

captcha