IQNA

د ايران اسلامي جمهوريت د قرآني احکامو د جاري کولو لپاره يو مدبر قوماندان او مشرتابۀ کېدې شي

23:15 - November 25, 2017
د خبر لمبر: 3480815
نړیواله ډله: د اهلبېتو عليهم السلام د مينه له ابتداء څخه د تيونسيانو په زړونو کښې کرلې شوې ده او د دغه عشق او مينې د ختمولو لپاره د وهابيانو د ټولو کوششونو باوجود هغوي ته تسليم نه شوو.
د ايران اسلامي جمهوريت د قرآني احکامو د جاري کولو لپاره يو مدبر قوماندان او مشرتابۀ کېدې شي
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د iuvmpress ویبپاڼې نه په نقل، د تيونس يو ديني عالم شېخ بدري المداني د اهلبېتو (ع) مينه وال نومې غونډې ترڅنګه د مجازي رسنيود نړيواالې اتحاديې د خبريال د پوښتنې په ځواب کښې د اهلبېتو (ع) او د دغې مقدسې کورنۍ په اړه د تيونسي ټولنې د نظر په باره کښې وويل: له اهلبېتو عليهم السلام سره مينه او عشق له ابتداء راهسې زمونږ تيونسيانو په زړونو کښې کرلے شوے دے او حتی د دغه عشق د ختمولو او حتی د خداے د ګران رسول (ص) اود هغه حضرت د اهلبېتو (ع) لپاره د جشن په کولو باندې د بنديزونو لګولو لپاره د وهابيانو د ټولو کوششونو باوجود هغوي ته تسليم نه شوو.
هغه همدارنګ په دوام کښې د اهلبېتو عليهم السلام مينه او د تکفيريانو مسئله نومې غونډې ته په اشارې سره وويل: دغه کانفرنس هېر کړې شويو قراني احکامو د اجرا لپاره يو ښه فرصت دے او مونږ نن يو مدبر مشرتابه ته ضرورت لرو او د ايران د اسلامي جمهوريت په شان مدبر مشرتابه چې ټولو مسلمانان يې د خپلو اختلافاتو باوجود په يو ځاے راغونډ کړي دي.
هغه په آخر کښې دا خبره په ګوته کړه  چې حتی مسيحيان او يهوديان هم د سولې او مينې د دعوت په هدف سره په دې غونډه کښې ګډون کولې شي ځکه چې په نننۍ نړۍ کښې مونږ مونږ دغو لوړو اخلاقي خصلتونو ته زيات ضرورت لروو.
iuvmpress.com

captcha