IQNA

د ننګرهار ولایت ډیرې کورنۍ کډوالې شوی

12:24 - November 27, 2017
د خبر لمبر: 3480826
نړیواله ډله: د افغانستان دننګرهار د ولایتی شورا مشر احمد علی حضرت وویل دطالبانو او دداعش ډلو ترمینځ د وسله والو جنګونو په وجه د خوګیاڼیو ولسوالۍ کابو دوه سوه (۲۰۰)کورنۍ کډوالې شوی دی .
د ننګرهار ولایت ډیرې کورنۍ کډوالې شوی
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د تهران راډیو نه په نقل، د ننګرهار ولایت په خوګیاڼیو ولسوالۍ کښې دطالبانو په مرکزونو د داعش ډلې په حملې سره له تیرو څلورو(۴)  ورځو راهسې ددغو دوو(۲) ډلو ترمینځ جنګونه پیل شوی چې  اوس هم دوام لری .
ننګرهار ولایت د داعش ترهګرې ډلې د فعالیتونو اصلی مرکز ګڼل کیږی .
امریکا د داعش ډلې زیات غړی افغانستان ته منتقل کړی دی چې مرکزی اسیا هیوادونو ته ددغه ډلې فعالیتونه پراخ کړی او  د روسیې او دچین لپاره امنیتی مشکلات رامینځته کړی .
دغه راز دافغانستان په پکتیا ولایت کښې هم دحکومتی عسکرو په حملې کښې چې پرون وشوه دحقانی ترهګرې  ډلې اوه(۷) غړی ووژل شول او یوشمیر نور ژوبل شول .
طالبانو ته اړونده حقانی ترهګره ډله چې وهابی تفکر لری دافغانستان په ډیرو ختیځو ولایتونو او په  پلازمینې کابل کښې د حکومتی عسکرو پرضد د زیاتو مرګونو حملو مسوله ده .
دافغانستان په ننګرهار ولایت کښې هم دداعش ډلې څوارلس(۱۴) غړی وژل شوی چې دوه (۲)پکښې مهم قوماندان دی .
parstoday.com
 

captcha