IQNA

په هند کې د قرآنی ژباړو دریم کانفرانس پيل کېږي

6:52 - November 28, 2017
د خبر لمبر: 3480827
نړیواله ډله: د قرآنی ژباړو دریم نړیواله کانفرانس د دې کال ۲۰ اسفند باندې د هند په کرالا ولایت کې د دارالهدا د قرآنی علمونو اسلامی پوهنتون کې پيل کېږي.
په هند کې د قرآنی ژباړو دریم کانفرانس پيل کېږي

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ICQI اطلاع رسوونکې ویبپاڼې نه په نقل، دا کانفرانس د «د قرآن کریم له نظره عصري او ټولنیزه ستونزې» عنوان سره پیل کېږي او غوښتونکې تر ۲۴ آذر پوری فرصت لري چې په دې کانفرانس کې د ګډون لپاره د خپلو مقالو لنډیز ولېږي.

دا کانفرانس د قرآن کریم د قوانینو او مفهومونو په اړه په نړۍ کې د غلطو تصوراتو او تهمتونو سره د مقابلې په هدف مقابلې او د قرآنی اصول صحیح او مثبت نظر لپاره پیل کېږي، په دې کانفرانس کې یو شمېر زیات استادان، محصلان، کار پوهاند او څېړونکې را غونډېږي.

سیاسي اقتصاد قرآنی مفهوم، د قبیله ستونزو په اړه د قرآن نظر، ټولنیزه او نژادی، د جنسی ستونزو په اړه د قرآن کریم قوانین، د تغیر په اړه د قرآن کریم نظر، دین او څو کلتوری، د قوانین او مقررات په اړه د قرآن کریم نظر، د معلوماتو ټکنالوژي سره قرآنی کریم چلند او د سلامتیا او چاپیریال په اړه د قرآن کریم نظر هغه موضوعات دی چې په دې کانفرانس کې به پرې بحث کېږي.

د دې کانفرانس دویمه برخه به د دې کال۹۶ په ۲۵ او ۲۶ دی باندې د «په ټولنه باندط د قرآن کریم د ژباړو اثر» موضوع سره په هند کې پیل کېږي.

http://iqna.ir/fa/news/3666687


captcha