قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ایرناخبری آژانس له المسیره ټیلیویژنی چینل له نه په نقل، دیمن د ا نصار ا.... ولسی مبارز غورځنګ رهبر عبدالمالک بدرالدین الحوثی د اسلام دګران پیغمبر دنیکمرغه زوکړې پّه مناسبت په جشن کې پخپلې وینا کې دیمن د لارو دبندولوپه علت سعودی عربستان ته په خبرداری ورکولو سره اعلان وکړ ، د دښمن حساسې اومهمې سیمې پیژندل شوی دی او که د یمن کلابندی ا ود لارو بندولو دوام وکړ ، نو دوی به ئې په جدی توګه په نښه کړی .
الحوثی دسعودی عربستان په مشرۍ د ائیتلاف دغړو هیوادونو د تیریو د دوام په باب هم خبرداری ورکړ او وې وئیل یمن دا خپل حق ګڼی چې تیریګرو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی .
د یمن دانصار ا....غورځنګ مشر همداراز دسیمو د آزادولو لپاره د جنوبی اوختیځی ولایتونو داوسیدونکو یوه زړتوب او ګام پورته کولو غوښتنه وکړه او دغه راز ئې دجنګ جبهو ته دانسانی او مالی مرستو په ضرورت هم ټینګار وکړ .
هغه همداراز دفلسطین له ملت سره په بشپړ پیوستونو څرګندولو سره ټینګار وکړ دصهونیسټ رژیم دجنایتونو په وړاندې دلبنان او فلسطین دمقاومت ترڅنګ به ودریږوو .
pasrtoday.com