IQNA

22:46 - November 30, 2017
د خبر لمبر: 3480834
نړیواله ډله: د پاکستان د سند صوبې په خیر پور کې په حسن آباد سیمې کې د عید میلاد البنی لاریون باندې وسلوالو کسانو حمله کړې چې له امله ئې درې کسان وژل شوی
د پاکستان په خیرپورکې وهابیّانو د عید میلاد نبی جشن لمانځونکی پنځه اهل سنت ووژلي
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د تهران راډیو نه په نقل، سبا د اسلام د ګران پیغمبر د نیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت اهل سنت په درست پاکستان کې لاریونونه او جنشونه ترسره کوی ، خو وهابی او سلفی تفکر لرونکی تالی څټی اوپیّلی جنایتکار و فعالیتونه تر دې حده رسیدلی چې داسلام دګران پیغمبر د نیکمرغه زوکړې لمانځونکی هم دهغوی له شره خوندی نه دی او دا د پاکستان دحکومتی ، قضائی او پوځی چارواکی دی چې په دغه اسلامی هیواد کې مسلمانان په ویرې او وحشت کې ژوند کوی او ترهه ګر جنایتکار په آزاده توګه خپلو جنایتونو ته دوام ورکوی
د پاکستان د سند صوبې په خیر پور  کې  په حسن آباد سیمې کې  د عید میلاد البنی  لاریون باندې  وسلوالو کسانو حمله کړې چې له امله ئې  درې کسان وژل شوی اونهه نور ټپیان  شوی دی  وئیل کیږی  حمله کونکی سلفی او وهابی  تفکر لرونکی  جنایتکار وو او داهل سنت دهغو مسلمانانو پر لاریون کونکو ناتار ډزې کړی.
له پیښې وروسته  پولیسو د خپل عادت په اساس  سیمه کلابند کړې  او پلټنې ئې پیل کړی دی  البته وئیل کیږی  جنایتکار ترهه ګر په تښتې کې بریالی شوی دی .  د سند صوبې  داخله وزیرانور سهیل   دپولیسو له ائی جی  اې ډی خواجه   غوښتی د دغې پیښې په اړه ئې   فوری معلومات ورکړی . هغه وئیلی دی  د  عیدمیلاد البنی   دجشن  لمانځونکو امنیت به په هر ډول شرائطو کې  تامین کړی اوچا ته به  په د غو دستورو کې د اړۍ  ګړۍ اجازت ورنکړی .
دا په  داسې حال کې دی چې  سبا د اسلام دګران پیغمبر د نیکمرغه زوکړې دکلیزې په مناسبت  اهل سنت  په درست  پاکستان کې  لاریونونه او جنشونه  ترسره کوی ، خو وهابی او سلفی تفکر لرونکی  تالی څټی  اوپیّلی   جنایتکار و فعالیتونه تر دې حده رسیدلی  چې  داسلام دګران پیغمبر د نیکمرغه زوکړې لمانځونکی هم دهغوی له شره   خوندی نه دی او دا د  پاکستان دحکومتی ، قضائی او پوځی چارواکی دی چې   په دغه  اسلامی هیواد کې  مسلمانان  په ویرې او وحشت کې ژوند کوی او ترهه ګر جنایتکار په آزاده توګه خپلو جنایتونو ته دوام ورکوی اوپولیس ،پوځیان او قضائی چارواکی ئې هم  نندارچیان جوړ شوی دی  .

د خبر لمبر:
بريښناليک:
* ستاسو نظر: