IQNA

په قطر کې د نړۍ ترټولو ګران قرآن کریم نندارتون

14:25 - December 03, 2017
د خبر لمبر: 3480841
نړیواله ډله: د نړۍ ترټولو ګران قرآن کریم چې ۳ ملیون قطری ریال قیمت لري د قطر په کتاب نړیواله نندارتون کې د ننداره کتونکو لپاره وړاندې شو.

په قطر کې د نړۍ ترټولو ګران قرآن کریم نندارتونقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الشرق خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د قطر نړیواله هنر او میراث موسسې مالک دې بیان سره چې دا موسسه، د قرآن کریم خطي ډېرې لرغونې او نادره نسخې په لاس لري، هغه وویل: د دغه نسخو نه یوه نادره نسخه چې لرغونتوب یی ۴۰۰ کاله وړاندني دي او یواځې یوه نسخه له هغې شتون لري سلطان سلیم اول ته ډالي شوې وه.

هغه ادامه ورکړه: همدارنګه یو انجیل چې په دې موسسه کې شتون لري د نړۍ له نادرو کتابونو نه دي چې تقریباْ ۷۰۰ کاله لرغونتوب لري او په څرمنه لیکلې شوي چې لرغونې انځورونه په کې هم شتون لري.

همدارنګه د قطر کتاب نړیواله نندارتون د ۳۳۵ انتشارات چې د نړۍ له ۲۹ هیوادونو څخه دي د آذر میاشتې له شورو نه تر ۱۴ آذر پورې ادامه لري.

http://iqna.ir/fa/news/3668531

 
captcha