IQNA

دانګلستان خلکو دسعودی عربستان جنایتونه وغندل

14:23 - December 03, 2017
د خبر لمبر: 3480844
نړیواله ډله:د انګلستان حکومت په یمن د سعودي عربستان د حملو له پیل راهسې په ریاض د څه دپاسه څلور(۴) میلیارډه ډالرو په ارزښت وسلې خرڅې کړي دي .
دانګلستان خلکو دسعودی عربستان جنایتونه وغندلقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د تهران راډیو نه په نقل،ایرنا خبری اژانس وایی په مینځنی ختیځ کښې د سعودی عربستان په جنګ غواړو سیاستونو اعتراض کونکو پرون په لندن کښې د متحده عربی اماراتو د سفارت مخ ته په غونډیدا او مړ دې وی ال سعود او د مړ دې ال زاید په شعارونو سره په یمن د سعودی عربستان او د متحده عربی اماراتو د پوځی حملو د بندیدا غوښتنه وکړه .
د دغو مظاهرو په بهیر کښې چې د لندن د جنګ بند کړه ائتلاف لخوا جوړې شوی وې ګډون کونکو په یمن کښې دانسانی غمیزو په اړه سخته اندیښنه څرګنده کړه او دغه هیواد ته دسمدستی بشر دوستانه مرستو د ورتلو غوښتنه یې وکړه .
بل خبر دا چې په بریتانیا کښې د وسلو له تجارت سره د مبارزې موسسې راپور ورکړی د انګلستان حکومت په یمن د سعودی عربستان د حملو له پیل راهسې په ریاض د څه دپاسه څلور(۴) میلیارډه ډالرو په ارزښت وسلې خرڅې کړی دی .
څه دپاسه دوه دیرش (۳۲)میاشتې کیږی چې سعودی عربستان او متحده عربی اماراتو د امریکا ، انګلستان او داسرائیلو په مرستې سره دیمن د بې ګناه خلکو پرضد حملو او بمباریوته دوام ورکړی چې له کبله یې په لسګونو زره خلک مړه او ژوبل شوی او په هیواد کښې ناروغیانې خپرې شوی او دغه هیواد بیخی تباه شوی دی .
parstoday.com
 
captcha