IQNA

۳۰۰ مسلمانانو عالمانو اسرائیل سره عادي اړیکې حرام اعلان کړي

22:23 - December 20, 2017
د خبر لمبر: 3480897
نړیواله ډله: له اسلامی عالمانو نه ۳۰۰ کسانو د ترکی په استانبول ښار کښې د اسلامی امت عالمانو منشور لاس لیک کړو، او د صهیونیست رژیم سره هر قسمه اړیکې ساتل یی شرعا حرام اعلان کړي.
۳۰۰ مسلمانانو عالمانو اسرائیل سره عادي اړیکې حرام اعلان کړيقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د روسیا الیوم خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د ۳۶ انجمنو له اړخه د مسلمانانو ۳۰۰ عالمانو، د ترکی په استانبول ښار کښې په یو غونده کښې د سراسر نړۍ اسلامی موسسه او اتحادیه په شتون سره د اسلامی امت عالمانو منشور یی لاسلیک کړو چې په هغې کې د اسرائیلو سره هر قسمه اړیکې لرل یی حرام اعلان کړي.
دا مطبوعاتو غونډه د اسلامی امت عالمانو منشور معرفي کولو موخې سره د صهیونیستو سره اړیکې عادي کولو سره مقابلې او د دغه اړیکو تحریم کولو لپاره پیل شو.
په دې مطبوعاتي غونډه کښې تاکید وشو چې له اسرائیل سره عادي اړیکې د فلسطین مسئله لپاره یوه جدی خطره ده او له هغې سره اړیکې پرېکول د مقاومت پروژه ده.
دا منشور په ۴۴ بندو سره تنظیم شوي چې مهم موضوعات له هغې نه د «رژیم صهیونیستی شرعي او قانونی حکم»، «عادي اړیکې لرل او د حاکم وظیفه»، «د عادي اړیکو مخامخ د مقاومت اصول او سرچینې» او «اسرائیل سره د عادي اړیکو مفاسد او خطري» ته اشاره کولې شو.
د اسلامی امت عالمانو په منشور کې راغلې چې د اسرائیل سره هر قسمه اړیکې ساتل شرعا حرام دي، ځکه چې د دې په تناقض کې مومنانو سره ایمان، ملګرتیا، مرستې او وفاداري کول واجب دي.
http://iqna.ir/fa/news/3674147
captcha