IQNA

په راخین ولایت کښې د پوځ له اړخه پېښه شوه

په میانمار کښې د ماشوم قرآن کریم حافظ قتل

23:01 - December 23, 2017
د خبر لمبر: 3480898
نړیواله ډله: د میانمار پوځ د قرآن حافظ ماشوم په میانمار کښې بې له څه توضیح او سببه نیولې او بیا یی قتل کړي.
په میانمار کښې د ماشوم قرآن کریم حافظ قتلقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آراکان خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د میانمار امنیتي پوځ یو مسلمان ماشوم چې د قرآن کریم حافظ وو د څو ورځ بندی کولو نه ورستو بې له څه سببه قتل کړي او د هغه جنازه یی د هغه کورنۍ ته ورکړي.
د میانمار دا ماشوم د یو جرم په اړه چې هغه سره یی هیڅ تړون نه لرلو، غلطۍ سره نیولې شوي وو، خو ولی د میانمار حکومتي پوځ له اړخه د هغه جنازه ناڅاپه د هغه کورنۍ ورکړلي شوه.
د قرآن کریم حافظ دا ماشوم چې له ۱۲ کالو نه یی عمر کم وو، د راخین ولایت نه د زیاتو مسلمانانو تېښتې نه ورستو د خپلې کورنۍ سره د منګدو ښار په نورولا کلې کښې پاتې شوي وو.
وایئ چې تېره ورځ د بشري حقوقو څارونکې سازمان اعلان کړي: د میانمار پوځ د ۳۰ اګست په ورځ د روهینګیا مسلمانان د راخین ولایت په یو کلې کښې وژلې او جنسي تېري یی ورسره کړي.
http://iqna.ir/fa/news/3674526
captcha