IQNA

په افغانستان کښې په لسګونو ترهه ګر ووژل شول

22:12 - December 30, 2017
د خبر لمبر: 3480922
نړیواله ډله: افغان خبری سرچینو د افغانستان په مختلفو سیمو کښې د دغه هېواد د امنیتی ځواکونو په عملیاتو کشې له شپېتو نه د زیاتو ترهه ګرو د وژل کېدو خبره ورکړ.
په افغانستان کښې په لسګونو ترهه ګر ووژل شولقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پارس نیوز نه په نقل، د افغانستان د دفاع د وزارت مطبوعاتی دفترنن د یوې بیانې په جاری کولو سره وویل: دغه عملیات تېره ورځ د هوائی ځواکونو په ملاتړ سره په  ننگرهار، کاپیسا، غزنی، پکتیکا، قندهار، ارزگان ، زابل، فراه، فاریاب ، اوهلمندولایتونو کښې ترسره شول چې له امله یې 61 ترهه ګرو ووژأ شول او  26 نور ژوبل شول.
د بیانیې له مخې په وژل شویو ترهه ګرو کښې نهۀ تنه د داعش تفکیری ډلې عناصر دی چې د ننګرهار ولایت د  اچین ولسوالۍ په ده بالا سیمه کښې د افغان امنیتی ځواکونو د حملو هدف وګرځېدل.
همدارنګ په وژل شوی کسانو کښې یو د طالب ډلې لوړرتبه قوماندان ؤ چې په فاریاب ولایت کښې ووژل شو.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i62313
captcha