IQNA

ډونالډ ټرمپ محمد بن سلمان واک ته رسولی دی

11:56 - January 07, 2018
د خبر لمبر: 3480939
نړیواله ډله: سعودي عربستان دامریکا د ولسمشر ټرمپ له سفر راهسې دډیرو اساسي بدلونونو کتونکی وو .

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ د فایر اینډ فیوری(Fire And fury) کتاب چې په امریکا کښې خپور شوی دی قدرت ته د سعودی عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان په رسولو کښې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او دهغه دزوم جیراډ کوشنر رول ښکاره کړی دی .
دغه کتاب دغه راز له قطر څخه سعودی عربستان ته د پوځی اډې او د عسکرو دانتقال لپاره د عربستان دحکومت او د امریکا د ولسمشر ټرمپ ترمینځ موافقه هم ایشوا کړی ده .
د فایر اینډ فیوری کتاب لیکوال مائیکل وولف ویلی دی دامریکا ولسمشر ټرمپ خپلو ملګرو ته ویلی وو سعودی عربستان به په خپل هیواد کښې د نویو عسکرو د شتون لګښتونه ورکړی چې دغه چاره په قطر کښې د امریکا د اوسنۍپوځی قوماندنۍ ځاې ناستی شی .
د امریکا د فایر اینډ فیوری کتاب لیکوال مائیکل وولف په خپل کتاب کښې لیکلی دی سعودی عربستان هم دغه هیواد ته دامریکا د ولسمشر ټرمپ له سفر راهسې دډیرو اساسی بدلونونو کتونکی وو چې د محمد بن سلمان ولیعهد جوړول او دهیواد د پخوانیو او اوسنی شاهزادګانو او چارواکو نیول په دغو اساسی بدلونونو کښې شامل دی .
دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فایر اینډ فیوری کتاب کامل له دروغو او غلطیانو ډک بللی دی .
ټرمپ وړمه ورځ د فایر اینډ فیوری کتاب په لیکوال مائیکل وولف نیوکې سره وویل هغه یو(۱) بایلونکی سړی دی او دغه قیصې یې د ډیر ستړی کونکی او د غیر حقیقی کتاب د خرڅولو لپاره لیکلی دی .

captcha