IQNA

په کونړ کې ۱۵ داعشی تکفیریان وژل شوې

10:16 - January 08, 2018
د خبر لمبر: 3480944
نړیواله ډله:د افغانستان د ختیځ په کونړ ولایت کې له افغان امنیتي ځواکونو سره د داعش په پرونۍ نښته کې پینځلس تکفیري داعشیان ووژل شول.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د کونړ ولایت د پلیسو د مرکز مطبوعاتي مسوول شیرولي خان وویل: دغه نښته هغه وخت پیل شوه چې د داعش کسانو د کونړ ولایت په چوکي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په پوسټو برید وکړ.
د کونړ د والي ویندویي عبدالغنی مصمم هم وویل: تر اوسه په دغه نښته کې د داعش پینځلس غړي مړه او شل یې ژوبل شوې دي.
هغه زیاته کړه په دغه نښته کې درې افغان امنیتي عسکر هم مړه او نهه ژوبل شوې دي.
د داعش ترهه ګرې ډلې غړي د افغانستان په یو شمیر سیمو په تیره بیا کونړ اوننګرهار کې ځای پر ځای دي.

captcha