قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د داکا تریبون خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د اسلامی همکارۍ سازمان د بشري حقوقو مستقل کمیسون په د دی میاشتې ۱۵ باندې یوې بیانیه کښې د روهنیګیا مسلمانانو بشري حقوقو نه سیستماتیک سرغړونو سره مخالفت وکړو.
دې کمیسون په خپلې بیانیه کښې اعلان کړې: د روهینګیا مسلمانانو وضعیت په منظم توګه د یو قوم پاکولو نښه ده چې د نړیواله قانون په رڼا کښې یو د بشریت خلاف یو جرم دي او باید په هره توګه ترې مخنیوې وشی.
دې بیانیه کښې راغلې: د روهینګیا مسلمانان چې د نسل، دین او د خپل اصل له وجهې قرباني شوی، په نړۍ کښې د بشریت خلاف یو ستر جنایت او د یو قوم پاکولو ترټولو بده نمونه ده.
د اسلامی همکارۍ سازمان د بشري حقوقو مستقل کمیسون همدارنګه د نړیواله ټولنې نه په کلي توګه او د اسلامی همکارۍ سازمان غړې ملکونو نه په ځانګړې توګه غوښتنه وکړه چې پر میانمار زور واچه وې چې د دغه هیواد حکومت د روهینګیا مسلمانانو سره د نړیواله بشري حقوقو قانون باندې ملزم کړي.
http://iqna.ir/fa/news/3679529