IQNA

د سعودی عربستان درې نور شاهزادګان وژل شوی

22:36 - January 10, 2018
د خبر لمبر: 3480958
نړیواله ډله: د عربستان ولیعهد څه موده مخکې له فساد سره دمبارزې په پلمه دهیواد ډیر مهم شاهزادګان نیولي دي چې له هغوې پیسې واخلي .

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، الحائر زندان ته د سعودی عربستان دنیول شویو شاهزادګانو او چارواکو د انتقالولو په وخت په وسله والې نښتې کښې ددریو(3) شاهزادګانو په شمول لس(۱۰) کسان وژل شوی دی .
د سعودی عربستان شپیته(۶۰) شاهزادګان چې ډیر شتمن کس شاهزاده ولید بن طلال، د ریاض پخوانی امیر ترکی بن عبدالله او د هیواد یوشمیر پخوانی چارواکی پکښې شامل دی له حکومت سره د مالی حساب کتاب له منلو ډډه کړی ده الحائر زندان ته منتقل شوی دی .
ویل کیږی د سعودی عربستان په پلازمینې ریاض کښې په الحائر زندان کښې په وسله والې نښتې کښې درې(۳) شاهزادګان او د بند اوه (۷)ساتونکی ووژل شول .
الحائر زندان ته تلونکی لارې تړل شوی او ګڼ شمیر امنیتی ځواکونه او پولیس په ریاض ښار کښې ګزمې کوی .
د روان میلادی کال د جنورۍ دمیاشتې په یولسمه(۱۱) نیټه هم د سعودی عربستان د باچا سلمان بن عبدالعزیز په وروستیو فیصلو یولس(۱۱) اعتراض کونکی شاهزادګان نیول شوی او الحائر زندان ته انتقال کړې شوی وو .
د سعودی عربستان دفاع وزیر او ولیعهد محمد بن سلمان واک ته له رسیدا وورسته د شاهزادګانو د امتیازونو دکمیدا هڅه کوی او دهغوې دنفوذ په کمولو سره خپل سیالان له مینځه وړي .
د عربستان ولیعهد څه موده مخکې له فساد سره دمبارزې په پلمه دهیواد ډیر مهم شاهزادګان نیولی دی چې له هغوې پیسې واخلی ځکه چې دغه هیواد اوس پوروړی شوی دی او پیسو ته سخت ضرورت لری .

http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i63005

captcha