IQNA

په جرمنی کښې د قرآن کریم ژباړونکو ته کتنه

ویدمانستتر، د پاپ منشی چې قرآن کریم یی ژباړه کړو

22:22 - January 11, 2018
د خبر لمبر: 3480960
نړیواله ډله: د جرمنی ژبه پوهاند او الهي دان «یوهان آلبرشت ویدمانستتر» چې په دغه هیواد کښې د ختیځ پېژندنې لپاره د څېړنې یو برخه په پرانیستلو کښې مهم رول ادا کړي.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اروپا جرمنی او اسلام مطالعاتو تلګرام چینل نه په نقل، یوهان آلبرشت ویدمانستتر(Johann Albrecht Widmannstetter) د جرمنی ژبه پوهاند، الهي دان، ختیځ پوهاند او د جرمنی ډپلوماتیک دی چې په دغه هیواد کښې د څېړنې یو برخه چې د ختیځ پېژندنې نوم لري په پرانیستلو کښې مهم رول ادا کړي.
هغه د اروپا علمی مختلفو مرکزونو کښې لکه د رم غونډې مرکز کښې په مختلفو لکه عربی او عبری ژبه ترلاسه کړل، له هغې نه ورستو یی مختلفه دورې ولیدلې او بیا په واتیکان کښې د پاپ د منشي په توګه کار کښې مشغول شو.
خولی له دې نه ورستو چې جرمنی ته راغللو په سیاسي دندو او ډپلوماتیک په کښې کار کښې مشغول شو او د دوک بایرن حمایت سره یی د ختیځ پوهنې په اړه یو کتابتون جوړ کړو چې تر ننه په نړۍ کښې د ختیځ پوهنې یو لرغونې او مهم کتابتون شمېرلی کېږي.
وید مانستتر په عربی ژبې تسلط سره یو شمېر رسالې او کتابونه د عربی هیوادونو په تاریخ او کلتور سره د شام په اړه لیکلې او له دې سره یی د عربی ژبې دستور باندې او د شام ژبې باندې کتاب لیکلو سره د قرآن کریم په جرمنۍ کښې ژباړه هم کړي.
البته تراوسه د هغې ډېري لیکنې تراوسه چاپ شوې نه دي او داسې ښکارې چې د قرآن کریم ژباړه به یی تراوسه په لیکنو کښې موجود وې.
ویدمانستتر د جرمنی د بایرن ولایت په رګنسبورګ ښار کښې په کال ۱۵۵۷ کښې مړ شوي.
http://iqna.ir/fa/news/3680024
 
 
captcha