IQNA

یونیسف: طوفاني فصلونه، د روهینګیا ماشومان تهدید کوي

11:06 - January 20, 2018
د خبر لمبر: 3480984
نړیواله ډله: د ملګری ملتونو سازمان د ماشومانو برخې د میانمار او بنګلادېش پولی باندې د روهینګیایی نیم ملیون کډوالو ماشومانو د سلامتې په هکله د فصلی طوفانونو موسم نږدې کېدو سره اندېښنه څرګنده کړه.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسپوتنیک خبرونو نه په نقل، د ملګري ملتونو سازمانونو(یونیسف)  بیانیه صادر کولو سره تاکید کړي: د روهینګیا کډوالو ماشومان چې د بنګلادېش په کمپونو کښې اوسېږي فصلی طوفانونه یی تهدید کوي.
یونیسف په دې بیانیه کښط د دې انساني بحران چې یو بلا کښې تبدیل شوې ته اشارې سره لیکلې؛ سلو زرګونو ماشومان اوس هم په ناوړه حالاتو کښې ژوند کوي او د بیماري، سېلاب، زلزله او نورو سترو خطرو سره مخامخ دي .
د دې بیانیزې په ادامه کښې راغلې چې تراوسه له ۴ زرو نه زیاتو په اړه  په کډوالو کښې د دیفیتا لرلو باندې شکمن دی چې ۳۲ کسان له هغو مړ شوې چې ۲۴ له هغو نه ماشومان وو.
د ملګری ملتونو سازمان ماشومانو برخې به دې بیانیه کښې هم دارنګه د روهینګیا ماشومانو لپاره د ډیفیتا واکسين شورو کولو ته هم اشاره کړي.
له بل خواه، په بنګلادېش کښې د یونیسف غړي ادوارد بیګبدر اعلان کړي: نا پاکه اوبه، د تشنابونو نشتوالی او د روغتیا سامان نشتوالی سبب ګرځېدلی شي چې وبا او د ځیګر مرض خپور شي.
د ملګری ملتونو سازمان خبریال او د کډوالو برخې مشر آندری ماهسیچ، هم د راخین ولایت دې کډوالو حالاتو ارزونه کولو او اړتیاوې لرونکو سره مرسته کولو باندې تاکید وکړو.
http://iqna.ir/fa/news/3682849
captcha