IQNA

په مصر کښې د قرآن کریم بهترین غږ انتخاب پیل شو

21:39 - January 20, 2018
د خبر لمبر: 3480987
نړیواله ډله: د قرآن کریم بهترین غږ مقابله، دینی نوښت او شعر لوستلو مقابلې د مصر اوقاف وزارت په همت سره پیل کېږي.
په مصر کښې د قرآن کریم بهترین غږ انتخاب پیل شوقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الیوم السابع نه په نقل، د مصر اوقاف وزیر محمد مختار جمعه په دې اړه وویل: د قرآن کریم په قرائت او د ملي او دینی ترانو کښې د ښکلې غږ اهمیت ته توجه سره او د اوقاف وزارت یوه ستره مقابله اېښودلې چې د ښکلې اواز انتخاب لپاره دغه مقابلې په کاروانونو، انجمنونو او ستر جوماتونو، د اهل بیت علیهم السلام جوماتونو او عمومي مناسبتونو کښې پیل کړي.
هغه د دې مقابلو لومړي مقام ترلاسه کولو لپاره د مالي جایزې په اړه وویل: ټول خلک کولې شي په دې مقابله کښې ګډون وکړي، خو ولی لومړیتوب د اوقاف وزارت کارکوونکو زامنو لپاره دي.
هغه همدارنګه وویل: هغه کسان چې تمایل لري چې په دې مقابلو کښې ګډون وکړي باید خپل یو غږیز فایل د درې نه تر پنځه دقیقو د وزارت په ویبپاڼې کښې را ولېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3683351
captcha