IQNA

د افغانستان مشهور قاری ایران ته دعوت شو

12:17 - January 25, 2018
د خبر لمبر: 3480997
نړیواله ډله: د افغانستان مشهور او وتلې قاری مولوي رضوان الله حمیدی، د ایران خیریه چارو او اوقاف سازمان په قرآن مقابلو کښې ګډون لپاره ایران ته دعوت شوي.
د افغانستان مشهور قاری ایران ته دعوت شوقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) جلال آباد کښې د ایران کلتوری سازمان نه په نقل، په جلال آباد کښې د ایران کلتوری سازمان سره تړلې مولوي رضوان الله حمیدی، چې د افغانستان ننګر هار ولایت مشهور قاري دې په جلال آباد کښې د ایران کونسلګرۍ ته کتنې لپاره را غوښتلې چې د راروان کال قرآن کریم نړیواله مقابلو کښې ګډون لپاره چې په تهران کښې د ایران خیریه چارو او اوقاف سازمان له اړخه پیل کېږي دعوت ورکړي.
مولوي رضوان الله حمیدی له قرآنی عالمانو څخه دې چې په جلال آباد کښې مطرح دی او د مسعود بن قیس جومات امام دي.
له ۱۲۰ نه زیات طلبه د دې افغانی قاری څارنې لاندې زدکړې کوې چې ۳۰ کسان د قرآن کریم په حفظ برخه کښې، ۹۰ د قرائت په برخه کښې مشغول دي.
هغه په زیاتو مقابلو کښې ګډون کړي او د لومړي نه تر درېم مقامونه یی ترلاسه کړي.
د جمهوری افغانستان په سطح هیوادی قرآنی مقابلو کښې چې د افغانستان خلکو فکر کوونکې شورا او عدلیه وزارت له اړخه پیل شوې وه، مولوي رضوان الله حمیدی په دغه کې لومړۍ رتبه ترلاسه کړي وه.
د مولوي رضوان الله حمیدی ښکلې آواز تلاوت د غونډې زینت وو او د ایران کلتوری سازمان غړې د دغه غونډې یادګار په توګه یو قرآن پاک او د حافظ یو دیوان دغه قاری ته ډالي کړو.
http://iqna.ir/fa/news/3683899
captcha