IQNA

پاکستان هیواد وزیر: قرآن کریم د ژوند د لار نقشه ده

23:11 - January 28, 2018
د خبر لمبر: 3481005
نړیواله ډله: د پاکستان هیواد وزیر احسن اقبال، وویل: قرآن کریم د انسان د ژوند د لارو لپاره نقشه ده او د قرآن کریم ژور پوهه انسان سره د علم او ټکنالوژي نوې ډګرونه ترلاسه کولو کښې مرسته کوي.
پاکستان هیواد وزیر: قرآن کریم د ژوند د لار نقشه دهقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د urduPoint خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د پاکستان القرآن صوت راډیو پیل کېدو شلمې کلیزه باندې اقبال وویل: قرآنی پوهنې انسان د نړۍ کشف کولو ته دعوت ورکوي که څه هم مونږ مسلمانانو له قرآن کریم په کامله توګه ګټه پورته نکړه.
هغه زیاته کړه: د یو مسلمان په توګه مونږ وظیفه لرو چې په قرآن کریم کښې ژورې څېړنې وکړو او د قرآن کریم د سایی لاندې د نړۍ نوې لاس راوړنې ترلاسه کړو.
احسن اقبال وویل: د صوت القرآن راډیو چې پروګرامونه یی له ۱۹ راډیو سټيشنو نه خپرېږي، د زیاتو کسانو لپاره د قرآن کریم آیتونو او له ۱۹ ژباړو نه استفادې لپاره برابره وي.
هغه زیاته کړه: ډېر زر به په سراسر هیواد کښې د صوت القرآن راډیو نوې سټیشنې هم پيل شي.
http://www.iqna.ir/fa/news/3685600
captcha