IQNA

د میانمار د ملګرې ملتونو سازمان له روهینګیا حالاتو نه کتنې سره مخالفت

8:12 - February 04, 2018
د خبر لمبر: 3481016
نړیواله ډله: د میانمار د ملګرو ملتونو سازمان دغه هیواد ته د روهینګیا مسلمانانو حالاتو نه خبرېدو لپاره سفر سره مخالفت کړي دی.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ۲۱ عربی خبرونو ویبپانې نه په نقل، د میانمار حکومت دې بهانې سره چې اوس مناسب وخت نه دي، د ملګرې ملتونو سازمان دغه هیواد ته د مسلمانانو حالاتو نه خبرېدو لپاره سفر سره مخالفت کړي.
د ملګری ملتونو په سازمان کښې د کویت سفیر منصور عتیبی په دې اړه وویل: دا سفر قرار وه چې په دې میاشته کښې ترسره شي چې لغو شو، په دا څي حال کښې چې میانمار دا سفر په کامله توګه نه دي رد کړي.
له میانمار نه په بل خبر کښې د آسو شیتد پرس خبرونو اعلان کړي چې په میانمار کښې د ۵ ډله یز قبرونو شواهد ملو شوې چې په کښې د راخین ولایت اوسېدونکې روهینګیا مسلمانان دفن شوي دي.
د دې راپور پر اساس، په دوې کې د ځنې کسانو نیم مخونه سوې وو چې یا اسید سره او یا جنګي ګولو سره سوې وو.
د دې کال مرداد میاشتې نه د میانمار پوځ د افراطی بودائیانو سره د راخین ولایت مسلمانانو باندې چې د میانمار په غرب کښې مېشت دې د بشري حقوقو ادعا لرونکو چپتیا او د ډيموکراسۍ دروغجنو طرفدارانو سره زیات شمېر مسلمانان وژلې دي، او ښځو سره یی زیاتې کړي، کورونه او پټې یی سوځولې او زیات شمېر خلک یی ګاونډي هیوادونو لکه بنګلادېش ته کډه کېدو باندې مجبور کړي، د اخیرني شمېرې په رڼا کښې تر اوسه ۶۹۰ زره روهینګیا مسلمانان بنګلادېش ته کډوال شوي.
http://iqna.ir/fa/news/3687631
captcha