IQNA

د ایران اسلامی انقلاب د ازاد فکره خلکو لپاره بیلګه ده

0:10 - February 13, 2018
د خبر لمبر: 3481045
نړیواله ډله: د یونان د سیاسی چارو فعال او شناند اونګلوس پسیاس (Onglouss Pesyas)دایران د اسلامی انقلاب بریالیتوب د سلطې له نظام څخه د مینځنی ختیځ د ژغورلو او د نړۍ د ازاد فکره خلکو لپاره یوه(۱) بیلګه وبلله .

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د یونان دپوهنتون استاد او سیاسی فعال اونګلوس پسیاس له ایرنا خبری اژانس سره په مرکه کښې وویل دایران داسلامی انقلاب بریالیتوب دغه هیواد په نړۍ او سیمه کښې په یوه(۱) قدرت بدل کړی دی .
هغه وویل ایران داسې قدرتمن هیواد دی چې داسلامی انقلاب د بریالیتوب په سیوری کښې په سیمه کښې دامریکا او دهغې دملګرو هیوادونو په تیره بیا دترهګرو ډلو له تاوتریخوالو او زیات غوښتنو سره مبارزه کوی .
د یونان دغه سیاسی فعال اونګلوس پسیاس ټینګار وکړ که چیرې د سیمې په تیره بیا عرب هیوادونه وغواړی د چورتالان کونکو قدرتونو له سلطې ځانونه وژغوری نو باید له ایران سره ملګری شی او ددغه هیواد سیاستونه خپله بیلګه وګرځوی .
د یونان دغه سیاسی شناند وویل امریکا ځان د نړۍ بدمعاش ګڼی خو اوس دنړۍ عمومی افکار او حتی د واشنګټن دودیز ملګری هم د واشنګټن د سلطه غواړو سیاستونو پیروۍ کولو ته چمتو نه دی او د واک ته دډونالډ ټرمپ په رسیدا سره د واشنګټن دغه سیاستونه له مخکې څخه زیات ښکاره شوی دی .
http://parstoday.com/ps/news/world-i65351

captcha