IQNA

د پاکستان طالبانو د خان سید سجنا وژله تائید کړه

8:24 - February 13, 2018
د خبر لمبر: 3481048
نړیواله ډله: د پاکستان د طالبانو ډلې یو ویندوی اعظم طارق محسود دامریکا د بې پایلوته الوتکې په حملې کښې د دغه ډلې د یو قوماندان خان سید سجنا وژله تائید کړه .

د پاکستان طالبانو د خان سید سجنا وژله تائید کړهقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، هغه وویل خان سید سجنا په تیرې چهارشنبې ورځ د افغانستان او دپاکستان په یوه(۱) سرحدی کلی کښې د امریکا د بې پایلوټه الوتکې په حملې کښې وژل شوی وو .
د پاکستان دطالبانو ډلې ویندوی اعظم طارق محسود وویل ددغه ډلې یوبل قوماندان مفتی نور والی د خان سید سجنا پرځاې مشر ټاکل شوی دی .
اعظم طارق محسود وویل چې مفتی نور ولی د پاکستان د طالبانو ډلې دمشر ملا فضل الله چې ګمان کیږی په افغانستان کښې پټ دی ملاتړ لری .
د پاکستان دطالبانو ډلې وژل شوی مشر خان سید سجنا چې یو() بې سواده کس وو په کراچۍ کښې دسمندری عسکرو په اډې او دغه راز په ۲۰۱۲ کښې په بنو کښې په یوه(۱) زندان د حملې پلانونکی وو چې پکښې څلور سوه (۴۰۰)طالبان له زندان څخه خوشی کړی شوی وو .
د پاکستان طالبانو ترهګرې ډلې په هیواد کښې په ډیرو بم چاودنو او حملو کښې په زرګونو بې ګناه خلک چې اکثره یې ښځې او ماشومان دی وژلی دی .
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i65449

captcha