IQNA

د تایلېنډ سور صلیب خیریه په نندارتون کښې د ایران شتون + انځور

22:14 - March 03, 2018
د خبر لمبر: 3481082
نړیواله ډله: په تایلېنډ کښې د ایران کلتوری سازمان مشارکت سره د سور صلیب ډپلوماتیک او نړیواله نندارتون په بانکاک کښې پيل کېږي.
د ایکنا راپور له مخې، د اسلامی اړیکو او کلتور سازمان اطلاع ورکوونکې ویبپاڼې نه په نقل، د اسلامی ایران کلتور او هنر معرفي کولو او د دغه هیواد کلتوری او هنري محصولات وړاندې کولو لپاره، په تایلېنډ کښې د ایران کلتوری سازمان د سور صلیب سره ډپلوماتیک او نړیواله نندارتون چې په بانکاک کښې شتون لرونکې د ایران سفارت خانه هم په دغه کښې شتون لري د سیام پاراګون نندارتون په مرکز کښې پيل کېږي.
دا نندارتون هر کال د فروري میاشتې په اخیره کښې د تایلېنډ سور صلیب په مدیریت کښې او په تایلېنډ کښې مېشت بهرنې سفیرانو ښځو همکارۍ سره پیل کېږي او له هغې نه لاس ته راغلې ګټه اړتیا لرونکو او زیان لیدونکو ترمنځه د مرستې فعالیتونو، د خیر کارونو او مرسته رسوونکو وېشلې کېږي.
د دې نندارتون پرانیستا مراسم هر کال د موجوده باچا د خور ماها چاکری شهزادي په شتون سره پيل کېږي او نندارتون تر ۲ ورځو پورې د یو شمېر زیات ننداره کوونکو شتون سره پيل کېږي.
د تایلېنډ سور صلیب خیریه په نندارتون کښې د ایران شتون + انځور
د ایران کلتوری سازمان د تیر کال په نندارتون کښې فعال ګډون له کبله، د ایران ځانګړو غرفو شمېر دې کال تر ۳ غرفو زیات شوي دی چې د ایران کلتوری سازمان همغږي سره دوه غرفې دلته مېشت ایرانیانو په اختیار کښې او د ایرانی ملي او کلتوری او هنري محصولات وړاندې کولو ته ورکړي شوي دي.
http://iqna.ir/fa/news/3695218
captcha