IQNA

د هندکو ژبې قرآن کریم ژباړې نه په پاکستان کښې پرانیستا

1:48 - March 21, 2018
د خبر لمبر: 3481115
نړیواله ډله: د قرآن کریم منظوم ژباړه د هندکو په ژبه کښې چې د پاکستان په غربي شمال کښې رایج ده د اتبار په ورځ د پرانیستا رسمي مراسم په پېښور ښار کښې پیل کېږي.
د ایکنا راپور له مخې، د نیوز ورځپاڼې نه په نقل، دا مراسم د کلتوری او سیاسي مقاماتو یو شمېر مشرانو او د خیبر پختونخوا ولایت تعلیم وزیر مشتاق احمد غنی په شتون کښې پیل کېږي.
د هندکو ژبی قرآن کریم ژباړه د عبدالغفور مالک له اړخه ترسره شوي او د په ۱۲۳۴ پاڼو کښې چاپ شوې، په دې خپره شوي نسخه کښې د قرآن کریم عربی متن د پاڼې ښې لاس ته او هندکو ژباړه یی کیڼ لاس ته چاپ شوي ده.
عبدالغفور مالک چې په کال ۲۰۰۴ کښې وفات شوی دی، د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله احادیثو یوه مجموعه هم په هندکو ژبه کښې ژباړه کړي ده.
هندکو یا د هندکوه د پاکستان په سیمه یز ژبو کښې شپږمه ژبه ده چې د دې ژبو ویناوال اکثره د دغه هیواد په غربی شمال کښې او همدارنګه په هند او افغانستان کښې مېشت دي.
د هندکو ژبه له سانسکریت نه ده او د ځنې سرچینو پر اساس تقریباْ لس ملیون کسان د ژبو ویناوال دي.
http://iqna.ir/fa/news/3700515
captcha