قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دمصر دکورنیو چارو وزارت پرون وویل پولیسو په اسکندریه ښار کښې د ترهګرې حملې د عاملانو په پټنځاې حملې شپږ (۶)کسان ووژل .
د مصر د امنیت ادارې د اطلاعاتو پراساس دغو شپږو۶) وژل شویو کسانو ماموریت درلود چې په اسکندریه ، البحیره او کفر الشیخ ولایتونو کښې د هیواد په مهمو حکومتی مرکزونو او چارواکو حملې وکړی .
د مصر چارواکی په داسې حال کښې دهیواد په شخصیتونو د حملې تور په اخوان السلمین ډلې لګوی چې دغه ډلې ددغو تورونو په ردولو سره ویلی دی دوې په تاوتریخجنو اقداماتو باور نلری .
نن په مصر کښې تر دریو(۳) ورځو پورې د ولسمشرۍ انتخابات ترسره کیږی .
http://parstoday.com/ps/news/world-i67990