IQNA

د یمن ولس یوه خپلواکه حقیقت لټونکې کمیټه جوړیدل غواړي

23:30 - March 26, 2018
د خبر لمبر: 3481135
نړیواله ډله: د یمن د انقلاب د عالي کمیټې مشر وویل: پر یمن د تیري ګر سعودي ائتلاف بریدونه او اقدامات د توجیه وړ نه دي او د یمن ولس د دغه ائتلاف د جنایتونو په هکله د یوې خپلواکۍ حقیقت پلټونکې کمیټې د جوړیدو غوښتونکی دی.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، iuvmpress خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د یمن د انقلاب د عالي کمیټې مشر وویل: پر یمن د تیري ګر سعودي ائتلاف بریدونه او اقدامات د توجیه وړ نه دي او د یمن ولس د دغه ائتلاف د جنایتونو په هکله د یوې خپلواکۍ حقیقت پلټونکې کمیټې د جوړیدو غوښتونکی دی.
محمد علي الحوثي نن په صنعاء کښې د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د شورا د کارپوهانو له ډلې سره په کتنه کښې وویل: په یمن کښې د سعودي تیري ګر ائتلاف اقدامات د امنیت شورا د پریکړه لیکونو خلاف دي.
هغه د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د شورا له پلاوي وغوښتل چې په بې پلوۍ سره او په خپلواکه توګه یوازې هغه حقیقتونه منتقل کړي چې په یمن کښې یې ویني.
الحوثي ټینګار وکړ: د یمن د ولس غوښتنه دا ده چې د نړۍ خلکو ته حقیقت بیان کړي او په دې کار سره به جنګ ودریږي.
http://iuvmpress.com/pa/13832
captcha