IQNA

امنیت شورا په عربستان دتوغندیو ویشتل وغندل

11:31 - March 29, 2018
د خبر لمبر: 3481140
نړیواله ډله: د ملګروملتونو امنیت شورا بیګا په یوې(۱) بیانیې کښې په سعودی عربستان د څو توغندیو په ویشتلو کښې د یمن د پوځ او د ولسی کمیټیو وروستی اقدام وغاند .

د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو ویبپاڼې نه په نقل، دملګروملتونو امنیت شورا په داسې حال کښې په سعودی عربستان د یمن لخوا دتوغندیو ویشتل وغندل چې له تیرو دریو(۳) کلونو راهسې یې هیڅکله په یمن کښې دسعودی عربستان تیری او جنایتونه نه دی غندلی .
د امنیت شورا لخوا په عربستان د توغندیو د ویشتلو غندل په نیویارک کښې دملګروملتونو له سرمنشی انتونیو ګوتریش سره د سعودی عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان له کتنې وروسته ترسره شول .
د عربستان ولی عهد محمد بن سلمان وړمه ورځ د ملګروملتونو له سرمنشی سره کتنه وکړه او هغه ته یې د یو(۱) میلیارډ ډالرو بانکی چیک ورکړ.
د ملګروملتونو سرمنشی انتونیوګوترش هم په دغه کتنې کښې په یمن کښې دسعودی عربستان جنایتونو او درې(۳) کلن یرغل ته له پام کولو پرته له ملګروملتونو سره د عربستان دیو(۱) میلیارډه ډالرو د مرستې قدرونه وکړه .
د یمن پوځ او ولسی کمیټیو په تیرې دوشنبې ورځې سهار د سعودی عربستان رژیم جنایتونو او تیریو ته په ځواب کښې په پلازمینې ریاض کښې په «باچا خالد» نړیوال هوایی ډګر ، په عسیر سیمه کښې په ابها(Abha) سیمه ییز هوایی ډګر او په جنوب کښې په جیزان هوایی ډګر توغندی وویشتل .
سعودی عربستان د امریکا ، صهیونیسټ رژیم او دمتحده عربی اماراتو په ملاتړ سره د۲۰۱۵ میلادی کال له مارچ میاشتې راهسې په یمن پوځی تیریو او دغه راز له ځمکې ، هوا او سمندر څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .
په یمن کښې د سعودی عربستان او دهغه دملګرو هیوادونو جنګ غوښتنه تراوسه د څوارلس زره(۱۴۰۰۰) بې ګناه خلکو دوژل کیدا ، د لسګونو زرو نورو د ژوبلیدا او د میلیونو خلکو د کډوالیدا سبب شوی ده.
http://parstoday.com/ps/news/world-i68180

captcha