IQNA

دافغانستان په کندوز کې پنځلس وسله وال طالبان ووژل شول

11:27 - April 03, 2018
د خبر لمبر: 3481148
نړیواله ډله: ځینو سرچینو وئیلی دی ، دافغانستان دپوځ دغه هوائی حمله په یوه جومات شوی ، چې په دې کې پر طالبانو سربیره عام خلک هم په وینو کې لیت پیت شوی دی .

د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو ویبپاڼې نه په نقل، د افغانستان د کندوز ولایت دپولیسو ویندوی انعام الدین رحمانی پرون مازدیګر ایرنا خبری آژانس سره په خبرو کې ټینګار کړی ، دافغانستان پوځ د دغه ولایت په دشت ارچی ولسوالۍ کې د طالبانو په یو ه مرکز په بمبارۍ سره دهغوی د لوړپوړو مسئولانو او کماانډرانو پشمول پنځلس وسلوال وژلی او لس نور ئې ټپیان کړی دی .
رحمانی وئیلی دی، په وژل شوو کسانو کې د کویټه شورا یو مسئول ملا بریال هم ترسترګو کیږی .
داپه داسې حال کې دی چې ځینو سرچینو وئیلی دی ، دافغانستان دپوځ دغه هوائی حمله په یوه جومات شوی ، چې په دې کې پر طالبانو سربیره عام خلک هم په وینو کې لیت پیت شوی دی .
http://parstoday.com/ps/news/world-i68410

captcha