IQNA

د استامبول په موزه کښې د قرآن خطاطی بې سارى كار + انځور

12:04 - April 08, 2018
د خبر لمبر: 3481154
نړیواله ډله: د ترک هنر مند او خطاط د احمد قره حصاری په لاس لیکلې قرآن، د خطاطی یو بې ساری خطاطی ده چې د استامبول په توپقاپی موزه کښې ترې ساتنه کېږي.

د ایکنا راپور له مخې، د ایران څېړونکې کتاب مرکز له تلګرام چینل د مقدس امانتونو کتاب ۲۷۲ او ۲۷۳ پاڼې نه په نقل لیکې: د توپقاپی موزې په کتابتون کښې کتابونو نه ساتنه کېږي چې زیاتې د قرآنی کریم نسخې، مناجات او قرآنی تفسیرونه دی چې په تیرو کې، کارول کېدل.
له دغو ځنې آثار د لیک او پابندولو له نظر ډېر ارزښتمن دی، د مثال په توګه، د احمد قره حصاری لاس لیکلې قرآن د خطاطی یو بې سارې کار ګڼلې کېږي، د دې قرآن اندازه ۶۱.۵ او ۴۲.۵ سانتي متره ده چې ستر لاس لیکلې شوې قرآن دی چې په عثمانی دور کښې لیکلې شوي دی.
دا کتاب ۳۰۰ پاڼې لري چې ۲۰۰ لومړۍ پاڼې یی احمد قره حصاری له کال ۱۵۴۵ او ۱۵۵۵ ترمنځه، د سلطان سلیمان کبیر په وخت کښې لیکلې دی.
۸۰ نورې پاڼې د هغه له مرګ نه ورستو د هغه شاګرد حسن چلبی د کال ۱۵۸۴ او ۱۵۸۷ ترمنځه د سلطان مراد په وخت کښې کامل کړي دی. د دې قرآن کریم پابندولو او سره زر لګولو لپاره یی هیڅ پیسه نه ده ترلاسه شوي او دا کار د ۱۵۸۴ او ۱۵۹۶ ترمنځه تر تکمیل رسېدلي دي.
احمد شمس الدین قره حصاري(په ترکۍ کښې Ahmed Şemseddin Karahisârî) په کال ۱۴۶۸ کښې زېږېدلې او په کال ۱۵۶۶ کښې مړ شوي چې د ترکی عثمانیانو خطاط وو. هغه د ترکی غرب کښې واقع قره حصار کښې زېږېدلې وو، هغه د خپل وخت د نورو خطاطانو پر خلاف د شیخ حمدالله (حمد الله آماسی د ترک اووه ډول خطاطی استاد) سبک سره کار نه کولو او له شیوه یاقوتی یی پلڅارل دي.
د ایران څېړونکې کتاب مرکز، د کتاب څېړونکې تخصصي مرکز له لس زره نه زیات مدرک له کتاب، مجله،  تحقيقيرسالې او د هغه سره تړلې څېړنې او اطلاع رسوونکې کتابونه لپاره په کال ۱۳۹۳ کښې ۳۰ خرداد باندې د ایران کتابتون موسسه کښې جوړ شوي دي.

http://iqna.ir/fa/news/3702935
captcha