IQNA

په مالیزیا کښې د اسلامی نړۍ قاموس له درې ټکې عنوان خپور شول

12:09 - April 08, 2018
د خبر لمبر: 3481155
نړیواله ډله: د دانشنامه جهان اسلام(د اسلامی نړۍ قاموس) نه د درې ټکو حدیث، قرآن تفسیر او د اسلامی نړۍ تاریخ لیکوال په مالیزیا کښې نشر او بازار ته روان شول.

د ایکنا راپور له مخې، په مالیزیا کښې د ایران کلتوری سازمان نه په نقل،  د اسلامی نړۍ قاموس نه درې ټکې عنوان حدیث، قرآن تفسیر او د اسلامی تاریخ لیکوال د جمهوری اسلامی ایران نظام څلوېښتمې کلیزې باندې په مالیزیا کښې نشر شو.
دا کتابونه په مالیزیا کښې د ایران کلتوری سازمان له اړخه او د اسلامی اړیکو او کلتور سازمان اسلامی علمونو نشر او ژباړې مرکز همکارۍ سره هر یو په بېله توګه د ( Islamic Book Trust) انتشارات له اړخه چاپ او بازار ته وړاندې شو.
قرار ده چې د اسلامی نړۍ قاموس نور ټکې او موضوعات هم د دې کال په اخیره کښې په مالیزیا کښې نشر او بازار ته وړاندې شي.
د اسلامی نړۍ قاموس، یو قاموس دی چې د اسلامی دینی تعلیماتو په اړه، د مسلمانانو ملتونو او کلتور، د اسلام د شورو او تر دې زمانې قاموس دی چې تر ۴۰ ټوکه به رسېږي، او د اسلامی قاموس بنیاد په هڅو چاپ کېږي.
 د دې قاموس بیلا بیلې مقالې چې د الفبا حروف سره ترتیب ورکړي شوي، د علمونو او معارفو یوه ستره حوزه ده او په کښې د قرآنی علمونو، حدیث، فقه، کلام، عرفان، فلسفه، ادبیات او هنر، د انبیاء علیهم السلام سیره، اولیاء او ائمه، د مفسرانو نظر او شرح حال، محدثان، فقها، متکلمان، فلاسفه، حکما، علما، عرف، مورخان، شاعران او د اسلامی نړۍ هنرمند، د اسلام سیاسي تاریخ، د خلفاء، پادشاهانو، وزیرانو او حاکمو کورنو، د اسلامی سیمو او هیوادونو جغرافیا، تاریخي آثارو، مذهبی اخترو، دینی ورځو، جامو، خوراکونو او دارو چې اسلامی نړۍ سره خاص دی اصطلاحاتو مجموعه ده.
http://iqna.ir/fa/news/3703010
captcha