IQNA

په تایلېنډ کښې د ایران نفیس قرآن نندارتون + انځور

13:16 - April 10, 2018
د خبر لمبر: 3481160
نړیواله ډله: په تایلېنډ کښې د ایران کلتوری سازمان له اړخه په ایران کښې چاپ شوې د قرآن کریم نفیس نسخه د بېنکوک کتاب نړیواله نندارتون ۲۰۱۸ کښې نندارې ته وړاندې شوي.

په تایلېنډ کښې د ایران کلتوری سازمان په خبر کښې ایکنا ته اعلان وکړو: دا قرآن کریم د فارسي ژباړې سره وړاندې شوي او په ایران کښې چاپ شوي د قرآن کریم نفیس نسخو نه دي.
د قرآن کریم ژباړه د مهدی الهي قمشه ای ده او په وزیري پاڼه چاپ شوي او په هره پاڼه د خط شمېر تر ۱۵ کرښو دي.
په تایلېنډ کښې د وړاندې شوې قرآن کریم پاڼو شمېر تر ۶۲۰ دی او د تهران خجسته چاپ خانې چاپ کړي دي.
د دې راپور له مخې، ایرانی ژباړه شوي او ټول اسلامی آثار د چې د ایران کلتوری سازمان او د جامعة المصطفی العالمیة له اړه تایې ژبه کښې ژباړه شوي په تایلېنډ کښې چې تقریباْ شمېر یی تر ۷۰ کتابونو رسېږي او همدارنګه د ایران طبیعت او هنر، کلتوری او تاریخ په اړه چې په انګلیسې ژبه کښې ژباړه شوي او د سعدی ګلستان د حافظ دیوان او د خیام رباعیات او د مولوي مثنوي چې به تایې ژبه کښې ژباړه شوي د ایران په بېنکوک نندارتون کښې نندارې لپاره وړاندې شوي دي.
د بېنکوک کتاب نړیواله نندارتون ۲۰۱۸ له نهم فروردین نه د پادشاه مشري خور ماها چاکری سییر پندهورن شاهزاده له اړخه پرانیستا شوی وه او دا به تر ۱۹ فروردین پیل کېږي.

http://iqna.ir/fa/news/3703226
 
بچوې: ایکنا
captcha