IQNA

په آذربایجان کښې د مینیاتوری کتابونو په موزه کښې د ترټولو وړوکې قرآن ننداره+ انځورونه

0:38 - April 26, 2018
د خبر لمبر: 3481192
نړیواله ډله: د جمهوری آذربایجان تر ټولو وړوکې قرآن چې وزن یی تر ۱۰ ګرامه او ابعاد یی ۲ په ۳ سانتي مېتر د دغه هیواد په ګنجه ښار مینیاتوري کتابونو موزه کښې ترې ساتنه کوي.

د ایکنا راپور له مخې، د آذر تاج خبرونو نه په نقل، ځنې کتابونه شتون لرې چې د ښکلا او ښکلي ډیزاین او وړوکې حجم سره د کتونکو دقت ځان ته جلب کوي او د وزن او حجم له مخې دغه قرآن د دغه هیواد تر ټولو وړوکې قرآن شمېرلې کېږي.
د دې قرآن وزن له ۱۰ ګرمه او ابعاد د ۲ په ۳ سانتي مېتر نه کم دی او د دغه نندارتون ترټولو لرغونې کتاب شمېرلي کېږي، دا وړه نسخه چې په کال ۱۶۷۲ کښې په عربستان کښې ډیزاین شوي دی او د خپل وړوکې حجم سره په کښې د قرآن سورتونه او آیتونه شامل دی، د دې قرآن جلد باندې د سرو زرو ابو سره آیتونه لیکلې شوي دي.
د آذربایجان ګنجه ښار مینیاتوری ښار کتابونو ملي موزي په ۲۱ مارچ ۲۰۱۶ کښې پرانیستا شوې او د کتابونو  ۱۰۶۸ چاپ شوې وړوکې نسخې د نړۍ له ۲۹ هیوادونو نه په بېلابېلو موضوعاتو کښې شتون لري.
http://iqna.ir/fa/news/3708133
captcha