IQNA

دافغانستان د جنګ اختیار د چا په لاس کښې دی ؟

8:48 - May 08, 2018
د خبر لمبر: 3481198
IQNA_زمونږ خبریال د سپوتنیک (Sputnik)خبری اژانس په قول راپور راکړی د روسیې دبهرنیو چارو د وزارت مرستیال اولیګ سیرو مولوتوف په افغانستان کښې د ترهګرو فعالیتونو په زیاتیدا د اندیښنې دڅرګندولو په ترڅ کښې وویل د افغانستان شمالی سیمې د نړیوالې ترهګرۍ په نوی مرکز دبدلیدا په حال کښې دی .

هغه وویل د بیلابیلو شمیرنو پراساس دداعش ترهګرې ډلې کابو څلورو زرو(۴۰۰۰) تر لسوزرو(۱۰) پورې جنګیالی په افغانستان کښې شته او کابو نیمایی یې د هیواد په شمالی سیمو باندې تمرکز لری .

د روسیې دبهرنیو چارو دوزارت مرستیال اولیګ سیرومولوتوف زیاته کړه د بیلابیلو ملیتونو په زرګونو جنګیالی چې په عراق  او سوریې کښې ماتی خوړلی ترهګر هم پکښې شته د ځینو بهرنیو هیوادونو د جاسوسۍ ادارو او د حکومتی موسسو په ملاتړ او دداعش او د القاعده تر بیرغونو لاندې په افغانستان کښې د نړیوالې ترهګرۍ د نوی ځالې د رامینځته کولو کوشش کوی .

داپه داسې حال کښې دی چې د افغانستان په شمال کښې د سرپل ولایت چارواکو هم ویلی دی دداعش ګڼ شمیر ترهګر له خپلو کورنیو سره یوځاې د سرپل ولایت په صیاد (Siad)ولسوالۍ کښې دیره شوی دی او دهغوې ټروریسټی فعالیتونه زیات شوی هم دی .

دافغانستان دسرپل د والی ویندوی وایی  په دغه ولایت کښې د داعش ډلې زیات غړی د ازبکستان، تاجیکستان او د پاکستان ښاریز دی .

 د ویلوده چې د روسیې د  خارجه وزارت  له  مرستیال اولیګ سیرو مولوتوف مخکې د افغانستان په چارو کښې د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف هم په افغانستان کښې د داعش ډلې دفعالیتونو دزیاتیدا په اړه څرګندونې کړی وې او ویلی یې وو چې ناپیژاندې الوتکې د داعش ډلې غړی په افغانستان کښې  دیره او ځاې پرځاې کوی او هغوې ته تجهیزات او نور د ضرورت وړ شیان هم رسوی خو دافغانستان حکومت په دې اړه هیڅ ځواب نه دی ورکړی .

د ویلو ده چې د افغانستان د ملی پارلمان غړی حاجی ظاهر قدیر هم له تیرو دوو(۲) کلونو راهسې په ځلونو د پارلمان په ښکاره غونډو کښې خبرداری ورکړی وو چې دبهرنیو هیوادونو دعسکرو الوتکې دداعش ډلې غړی د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې دیره کوی او ځاې پرځاې کوی .

حاجی ظاهر قدیر ویلی وو دداعش ډلې مشران  په افغانستان کښې فعال دی او هغوې په کابل کښې دیره دی او له ځینو سفارتونو او دغه راز له امنیتی او جاسوسۍ ادارو سره په ارتباط کښې دی .

د افغانستان حکومت تراوسه د پارلمان دغړی حاجی ظاهر قدیر دغو څرګندونو ته هیڅ غبرګون نه دی ښودلی  او د هغه د څرګندونو د دروغ والی په بڼه کښې یې نه هغه  احضار کړی دی .

یوازې دافغانستان ولسمشر اشرف غنی دکابل په کانفرنس کښې چې د تیر هجری لمریز کال په وروستیو کښې د یوشمیر اسیایی او لویدیځو هیوادونو د استازیو په ګډون سره ترسره شوی وو روسیې ته په خطاب کښې ویلی وو که چیرې د داعش ډلې او دهغو ناپیژاندو الوتکو په اړه چې له داعش سره مرسته کوی سندونه او ثبوتونه لری نو د کابل حکومت ته یې ورکړی چې په افغانستان کښې داعش ډله وپیژندل شی او دافغانستان پوځیان په هیواد کښې له نورو دیره بهرنیو ځواکونو سره یوځاې دداعش په شمول د ترهګرو ډلو پرضد جدی مبارزه وکړی .

دافغانستان دملی پارلمان غړی مولانا عبدالرحمان رحمانی له تهران راډیو سره په مرکه کښې وویل داعش یوه(۱) نړیواله پروژه ده او د امریکا او د سعودی عربستان په شمول دسیمې ځینې عرب هیوادونه ددغه پروژې او داعش  ډلې ملاتړ کوی .

مولانا عبدالرحمان رحمانی وویل دداعش ترهګرو چې په سوریې او عراق کښې یې  ماتی خوړلی ده د امریکا او دملګروملتونو تر ملاتړ لاندې له دغو دوو(۲) هیوادونو وویستل شول او یوشمیر داعش غړی هم همالته امریکا تر خپل ملاتړ لاندې وساتل او پاتې نور داعش غړی د افریقا شمال په تیره بیا لیبیا او دغه راز افغانستان ته  انتقال کړې شول .

دافغانستان د ملی پارلمان غړی مولانا عبدالرحمان رحمانی وویل هغه دنده او ماموریت چې په سوریې او عراق کښې داعش ډلې ته سپارل شوی وو ترسره شو او دغه ډلې سوریه او عراق  هیوادونه وران کړل او هلته یې کورنی جنګونه رامینځته کړل او اوس د داعش ډلې اربانان اراده لری ددغه  ډلې لخوا د افغانستان د خاورې په استعمالولو سره د مینځنی ختیځ هیوادونه ، روسیه ، چین او حتی ایران ناامنه کړی .

هغه دغه راز د افغانستان د ولسمشر اشرف غنی څرګندونو ته په اشارې سره چې  روسیې ته یې بلنه ورکړی وه د افغانستان او د بهرنیو هیوادونو له عسکرو سره یوځاې دداعش ډلې پرضد مبارزه وکړی وویل د افغانستان دجنګ اختیار د ولسمشر اشرف غنی په لاس کښې نه بلکې دامریکا په لاس کښې دی .

لیکوال عاشق حسین طوری

دتهران راډیو دپښتو خپرونې مدیر

د ۲۰۱۷ میلادی کال د می دمیاشتې  ۷ نیټه

http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i70670

captcha