د پاکستان ، د افغانستان او د انډونیزیا داسلامی متفکرانو دغه فتوا د تاوتریخوالی دختمولو لپاره د افغانستان د طالبانو دقانع کولو لپاره ورکړل شوی ده .
د پاکستان، دافغانستان او د انډونیزیا هیوادونو اویا(۷۰) مهمو مسلمانو متفکرانو د انډونیزیا په پلازمینې جاکارتا کښې په یوه(۱) کانفرنس کښې په افغانستان کښې د سولې او دثبات د راتلو په اړه یوه فتوا خپره کړه .
د انډونیزیا ولسمشر جوکو جوکوی ویدودو (Joko “Jokowi” Widodo,)چې دغه کانفرنس یې پرانیست دخپل هیواد په ټولنې ټینګار وکړ دافغانستان په جنګ ځپلی هیواد کښې د سولې له راوستلو سره مرسته وکړی .
هغه وویل د جاکارتا کانفرنس په افغانستان کښې د سولې دپیاوړی کولو لپاره د اسلامی متفکرانو او یا علماو د رول دپیاوړی کولو لپاره دانډونیزیا د هڅو یوه (۱)برخه ده .
دانډونیزیا ولسمشر جوکو جوکوی ویدودو(Joko “Jokowi” Widodo,) وویل علما د سولې عاملان دی او علماو د سوله ایزو خلکو د څیرې د جوړولو قدرت لری .
هغه هیله وکړه چې د جاکارتا کانفرنس په افغانستان کښې د سولې له پیاوړتیا سره مرسته وکړی .
دپاکستان ، د افغانستان او دانډونیزیا مسلمانو متفکرانو په جاکارتا کښې د کانفرنس په پاې کښې په یوې اعلامیې کښې وویل اسلام د سولې مذهب دی او هرډول ترهګرۍ او تاوتریخجن ټروریزم غندی .
دافغانستان طالبانو په اسلامی متفکرانو غوښتی وو چې د انډونیزیا د بوګور دکانفرنس بایکاټ وکړی .