دنړۍ په په ګوټ ګوټ کښې په هر هیواد کښې مسلمانان روژه ساتی .
په ګرین لینډ هیواد کښې هستوګنه مسلمانان به ترټولو اوږده او په ارجنټاین هیواد کښې دیره مسلمانان به ترټولو لنډه روژه ونیسی .
په ګرین لینډ هیواد کښې هستوګنه مسلمانان به یویشت ساعته او دوې(۲) دقیقې روژه ونیسی .
په ایس لینډ کښې هستوګنه مسلمانان به هم یویشت ساعته ، په فینلینډ کښې دیره مسلمانان به هم نولس ساعته او شپږپنځوس دقیقې او د سویډن مسلمانان به هم نولس ساعته روژه ونیسی.
د روسیې ، جرمنی ، ائرلینډ ، بریطانیه ، بیلجیم او دنورو اروپایی هیوادونو مسلمانان به هم اتلس ساعته روژه ونیسی .
په کاناډا کښې دیره مسلمانان به اولس ساعته څلورویشت دقیقې او په امریکا کښې دیره مسلمانان به شپاړس ساعته او نهویشت دقیقې روژه ونیسی .
په ایران اسلامی جمهوریت کښې به خلک شپاړس ساعته او څلور دقیقې ، په افغانستان کښې پینځلس ساعته او یوپنځوس دقیقې ، په هند کښې دیره مسلمانان پینځلس ساعته او دوه(۲) دقیقې او پاکستان کښې هم خلک پینځلس ساعته روژه نیسی .
په سعودی عربستان کښې به روژه څوارلس ساعته او یوڅلویښت دقیقې ، په انډونیزیا کښې دیارلس ساعته او دوه دقیقې ، په اسټرالیا او نیوزی لینډ کښې هم یولس ساعته او څلویښت دقیقې وی .
لنډه دا چې د روژې دمبارکې میاشتې تر ټولو لنډ وخت به په ارجنټاین هیواد کښې وی چې یولس ساعته او دوه دیرش دقیقې دی .