IQNA

د مسیحی کاهنانو د مصری لمونځ کوونکو ترمنځه د قرآن کریم وېش

15:15 - May 28, 2018
د خبر لمبر: 3481229
نړیواله ډله: دوه مصری مسیحی کاهنانو د دغه هیواد په دقهلیه ولایت کښې د جومات پرانیستا په مراسمو کښې شتون سره د لمونځ کوونکو ترمنځه قرآنونه وېش کړل.

د ایکنا راپور له مخې، د adramout.net خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د مصر دقهلیه ولایت په بلقاس ښار کښې د حاج عبدالرحمان مطلوع جومات پرانیستا مراسم پيل شو.
د دې جومات پرانیستا په مراسمو کښې، د بلقاس ښار مریم مقدس کلیسا مسیحي کاهنانو ابرام یوسف او توما یوسف ګډون کولو سره د یو زړه پورې کار اقدام وکړو او د لمونځ کوونکو ترمنځه یی قرآنونه وېش کړل.
د بلقاس ښار د مریم مقدس کلیسا پادری ابرام یوسف د دې جومات د پرانیستا په مراسمو کښې وویل: مونږ د وخت تېرېدو سره په یو واحد ملت کښې بدل شوې یو چې یو خدای لرو او ټول د هغه عبادت کوو او یوه سرچینه لرو.
هغه دې بیان سره چې د جومات ګنبد د توحید دعوت کوونکې دی او مونږ ټول یو خدای لره عبادت کوو وویل: زه د قبطی مسیحیانو او مسلمانانو ترمنځه په ورورولۍ باندې تاکید هدف سره د دې جومات د پرانیستا په مراسمو کښې حاضر شوې یم.
یوسف په ادامه کښې قبطی کلمې ته اشارې سره وویل: د قبطی کلمې معنا مصری ده او د تاریخ په اوږدو کښې مسیحیانو د مسلمانانو ورونو سره جوماتونه جوړولو کښې مشارکت کړي.
د مصر استازو غونډې مخکښې استازی طلعت مطلوع هم په خپلو خبرو کښې څرګنده کړه: د مریم مقدس کلیسا پادریانو په دې مراسمو کښې ګډون د مصر د ملت د وحدت نښه ده.
همدارنګه د جومات د پرانیستا دې مراسمو کښې د بلقاس د اوقاف ادارې مشر علی عبدالنبی هم شتون لرلو چې په خطبه کښې یی، جومات د الله په ځمکه باندې کور معرفي کړو چې الله اجازت ورکړي چې دا کور جوړ شي او په هغې کښې یواځې د حق تعالی عبادت وشي.
پادري په کلیسا کښې هغه کس دې چې له یوې کلیسا یا د یو مجاز مذهبی سازمان له اړخه د ټولنې معنوي لارښوونې، د ختم مجلسونه، تعمید غسل، واده او دارنګه نور مذهبی او باوری ښودنې وړاندې کوي.
http://iqna.ir/fa/news/3717655
captcha