IQNA

د رمضان المبارک په میاشته کښې د امریکې د کلېساو دروازې مسلمانانو لپاره خلاصې دي

5:06 - June 04, 2018
د خبر لمبر: 3481241
نړیواله ډله: د امریکا د ویرجینیا ایالت په ښار آرلینګتون د موحدین په کلیسا کښې د ګاونډیان سره مینه وکړه شعار سره له ۴ کالو نه خپلې دروازې د آسماني دینونو اسلام، یهودیت او مسیحیت لپاره خلاصې کړی دی.
ایکنا راپور له مخې، د alhurra.com خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د ویرجینیا ولایت آرلینګتون ښار مسلمانان له تېرو څلورو کالو رسې هر اونۍ د جمعه لمونځ په دغه کلیسا کښې پيل کوي.
همدارنګه، د رمضان میاشته را تللو سره، مسلمانان هره شپه د ماښام او ماخستن لمونځ او د تراویح لمونځ هم په دغه کلیسا کښې ترسره کوي او ټول ګډون کوونکې په دغه کلیسا کښې د افطار په وخت شتون لري.
په دې کلیسا کښې یواځې د دینونو منونکو شتون د لمونځ کولو او دعا لوستلو پورې محدود نه دی بلکې جشن او نور دینی مراسم، د دغه ښار اوسېدونکو سره مرسته، د مرستې او د خیر کارونه او د نفرت او تبعیض سره مقابله هم په دغه کلیسا پیل کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3718115
captcha