IQNA

داعش ترهه ګرې ډلې بیګا په جلال آباد کې د ترهه ګرې چاودنې پړه په غاړه واخسته

19:28 - July 02, 2018
د خبر لمبر: 3481298
نړیواله ډله: پرون مازیګر جلال آباد ته د افغان ولسمشر اشرف غني له سفر سره په یو وخت  یو ترهه ګر ځان د دغه ښار د خلکو په مینځ کې وچاوده  چې له امله یې شل کسان مړه او شل نور ژوبل شول
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل،  داعش ډلې ویلې چې  په دغه حمله یې د اشرف غني د وژلو اراده لرله .
دغه چاودنه  د جلال اباد ښار په پښتونستان میدان کې د اشرف غني له وینا وروسته رامینځته شوله. ولسمشر د چاودنې په وخته  په دغه ځای  کې نه و.
افغان ولسشمر اشرف غني پرون د ځینو عمراني طرحو د افتتاح او له خلکو سره د کتنې لپاره جلال آباد ښار ته تللی و.
 له بلې خوا افغان چارواکو ویلې چې
 د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د ځانمرګي بريد له امله شل تنه وژل شوي چې زياتره يې اهل هنود دي او ٢١ نور ټپيان دي.
چارواکي وايي، بريد تر غرمې وروسته ۳ بجې او ۵۰ دقيقې د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د ملنګ جان واټ په سيمه کې شوی دی.
د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سنايي ستانکزي افغان رسنیو ته  وويل، پلي ځانمرګي بريدګر هغه مهال ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه، چې په درېيو موټرو کې سپاره اهل هنودو غوښتل ولسمشر سره د ليدنې لپاره قصر ته لاړ شي.
ده زياته کړه، د پېښې په تړاو د دوی پلټنې روانې دي او جزئيات به يې وروسته رسنيو سره شريک شي.
د يادولو ده چې له اهل هنودو څخه د ولسي جرګې یواځینی کاندید اوتاز سنګ هم په دې چاودنه کې وژل شوی دى.
 له بلې خوا هندوستان دغه حمله غندلې او هغه یې یو وحشیانه اقدام بللی دی.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i74255
captcha