IQNA

د روهینګیا دوسیه د امنیتي شورا پر میز

18:03 - July 04, 2018
د خبر لمبر: 3481304
نړیواله ډله: د روهینګیا مسلمانانو کډوالو حالاتو د دې کال له مرداد میاشتې د امنیتي شوره ځانګړې غونډه کښې به څېړلې کېږي.
د ایکنا راپور له مخې، د آناتولی خبرونو نه په نقل، د ملګري ملتونو سازمان په سوئد کښې غړې د ملګرې ملتونو سازمان په مطبوعاتي کنفرانس کښې چې د نیویورک په ملګرې ملتونو سازمان کښې پیل کېږي، د دې خبر اعلان سره څرګنده کړه: د ملګرې ملتونو سازمان نوې غړې کریستین شرانربوګنر هم شتون لري چې د میانمار په چارو کښې د روهنیګا کډوالو په حکله پخپل راوړاندې شوي پېښې به په دې غونډه کښې وړاندې کوي.
هغه له دې سره هیله څرګنده کړه چې د امنیتي شورا ټول غړې به د روهینګیا کډوالو د بنګلادېش نه میانمارته بېرته تللو لپاره هڅې کوي، وویل: دا کار د میانمار حکومت او د کډوالو ترمنځه اعتماد ته اړتیا لري چې تراوسه دا اعتماد له بده مرغه شتون نه لري.
اسکوګ په ادامه کښې وویل: زه په کامله توګه د روهینګا کډوالو بېرته نه تلل درک کوم او اعتقاد لرم چې مونږ باید د بنګلادېش او د کاکس سیمو کښې مېشت کډوالو سره مرسته وکړو.
هغه د میانمار روهینګیا موضوع باندې د امنتي شورا غونډه را غوښتلو په اړه وویل: مونږ غواړو دې غونډې پیل کولو سره  میانمار د هر کس ښه ژوند تیرولو لپاره زور راوړو.
میانمار حکومت، د روهینګیا چې د ملګرې ملتونو سازمان له نظره د نړۍ تر ټولو مظلوم ولس دی، د بنګلا دېش نه راغلې غیر قانونی مهاجران ګڼې.
http://iqnanews.ru/fa/news/3727262
captcha