IQNA

امریکا په افغانستان کښې څه غواړی ؟

20:22 - July 24, 2018
د خبر لمبر: 3481351
نړیواله ډله:زمونږ خبریال وایی دامریکا اسپن ټایمز ورځپاڼې د ولسی جرګی(United States Congress) دیوه مهم غړی ایډیم شیف په قول ولیکل امریکا به تر اوږدې مودې پورې په افغانستان کښې پاتې شی .

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،دامریکا د کانګرس دغه غړی په افغانستان کښې د خپل هیواد د اوږدې مودې شتون لپاره یو(۱) دلیل وړاندې کوی او وایې چې افغانستان هماغه راز دامریکا لپاره ترټولو ستر ګواښ ګڼل کیږی او په همدې دلیل به دامریکا پوځیان تر نورو لسو(۱۰) کلونو یا له دې زیات په افغانستان کښې پاتې شی .
دامریکا د ولسی جرګې کانګرس داستخباراتو د کمیټۍ ددغه غړی دغه څرګندونې په حقیقت کښې دامریکا دجنګی ستراتیژۍ دتبلیغاتی کمپاین یوه(۱) برخه ده چې په سیمه او افغانستان کښې د امریکا دپوځی شتون لپاره د امریکا په خلکو کښې یو ذهنیت جوړ کړی او امریکایان ذهنی چمتووالی ولری داپه داسې حال کښې دی چې په ځمکه روان حقایق بل څه دی .
امریکا له سوریې رانیولی تر افغانستان پورې د ترهګرو ډلو په جوړولو او دهغوې په پیاوړی کولو بوخته ده او عملا یې داسې لارې چارې غوره کړی دی چې پراساس یې نوی سرزوری او تندلاری ډلې جوړول کیږی ، یاغی ډلې پیاوړی کیږی او ورپسې خپلو هدفونو ته د رسیدا لپاره ددغو ډلو د ځپلو په پلمه یوه استخباراتی لومه اچوی چې جنګونه زیات کړی او د خلکو ترمینځ د سولې د لارو چارو په مقابل کښې خنډ رامینځته کړی دی او په نتیجه کښې د جنګ او دسولې پروسه په کامل ډول په انحصار کښې پاتې شی څرنګه چې چې دافغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په ځلونو ویلی دی دافغانستان دجنګ او دسولې کلی (Key)د امریکا په لاس کښی ده .
داعش ډله څرنګه جوړه شوه ؟ څرنګه پینځه(۵) میلیونه نفوس ددغه ډلګۍ تر ولکې لاندې ورغلل او بیا په کوم ډول ددغه ډلې جنګیالی یې له سوریې افغانستان ته انتقال کړل ؟
دا داسې حقیقتونه دی چې په خپله امریکایانو ، لیکوالانو او خبریالانو ورباندې کتابونه لیکلی دی .
امریکا چې اوس یې په افغانستان کښې دسولې شعار ورکړی دی وایی له طالبانو سره باید خبرې وشی .
دامریکا دمرکزی ځواکونو قومندان جنرال جوزف ووټیل (Joseph Votel)په افغانستان کښې دناټو او دامریکا دځواکونو له قومندان جنرال جان نیکلسن سره په کابل کښې په ګډ خبری کانفرنس کښې وویل اوس وخت رارسیدلی دی چې پاکستان دافغانستان له حکومت سره د سولې د خبرو اترو د ترسره کولو لپاره د طالبانو دهڅولو لپاره عملی اقدامات وکړی چې دا هم دامریکا یوه تکراری او پوچه غوښتنه ده چې کلونه کلونه کیږی له پاکستان څخه یې کوی خو عملا هیڅ نتیجه نه ورکوی .
امریکا غواړی په دا ډول غوښتنې سره یوازې دخپل هیواد هغه عمومی افکار ارامه کړی چې په افغانستان کښې د واشنګټن دعسکرو دشتون سخت مخالف دی .
البته باید ووایو چې دامریکا استخباراتی جنګ یو څه له کنټروله وتلی دی او واشنګټن غواړی د سولې په شعار سره طالبان تر دباو لاندې راولی او په عین حال کښې هغوې له شک او نفاق سره مخ کړی چې د طالبانو لخوا دجنګ سختوالی کم شی او جنګ دامریکا تر کنټرول لاندې ورشی او په عین حال کښې امریکا غواړی دطالبانو پرځاې داعش ډله پیاوړی کړی او دامریکا لخوا کنټرول شوی جنګ او ترهګرۍ هماغه راز دوام ولری .
ځکه که چیرې لږ شان جنګ او ترهګرۍ نه وی نو ګواښ له مینځه ځی او امریکا به څرنګه خپل خلک قانع کړی چې دخپلو استعماری ارادو د عملی کولو لپاره د جنګونو درنې بیې دهغوې(خلکو ) له جیبونو ورکړی ؟
دامریکا هدفونه هم معلوم دی .
د روسیې ، چین او دایران په شمول په سیمه کښې په خپلو مخالفو هیوادنو کښې د ناامنۍ رامینځته کول او دغه راز د افغانستان ، د مرکزی اسیا او د مینځنی ختیځ په طبیعی سرچینو سلطه او خیټه اچول او دغه راز په سیمه کښې د ستراتیژیکو سیمو تر کنټرول لاندې راوستل دامریکا هدفونه دی .
داپه داسې حال کښې دی چې امریکا د ۲۰۰۱ میلادی کلا د اکتوبر د میاشتې په اومه(۱) نیټه له خپلو متحدینو سره یوځاې دترهګرۍ او دنشه ایزو موادو دجرړه د ایستلو ، دافغانستان دبیا رغولو ، د بې وزلۍ او بیکارۍ دختمولو او ترټولو مهمه دا چې د حقیقی ډیموکراسۍ د پلی کولو چې دسیمې دهیوادونو لپاره یوه (۱)بیلګه ووسی په افغانستان پوځی یرغل وکړ خو نن د اتلسو(۱۸) کلونو په تیریدا سره په افغانستان کښې روانو حقایقو ته په پام سره نه یوازې بره ذکر شوی هدفونه نه یوازې محقق شوی نه دی بلکې دغه ټول شیان سل (۱۰۰)په سل زیات شوی هم دی او په افغانستان کښې ډیموکراسۍ هم ولیدل شوه چې د ملی وحدت دوه(۲) سره حکومت د امریکا دپخوانی خارجه وزیر جان کیری د نسخې پراساس پر اساس جوړ شوی دی چې یوازې دامریکا د اربابانو د حکمونو تابعدار دی .
د امریکا چارواکي هم له ترهګرۍ د خپلو خلکو په ویرولو سره هڅه کوي په افغانستان او سیمه کښې د خپل شتون دوام توجیه کاندي .
دا په داسې حال کښې دي چې دامریکا عسکرو په افغانستان کښې په خپل اتلس کلن شتون کښې نه یوازې هلته ترهګرۍ ختمه نکړه بلکې په ښکاره ډول یې د ترهګرو او سرزورو ډلو جوړول او پیاوړي کول پیل کړي او ښکاره بیلګه یې داعش ډله ده .
په خپله دامریکا اوسني ولسمشر ټرمپ د ولسمشرۍ دانتخاباتو د کمپاین په وخت کښې اعتراف کړی وو چې داعش ډله په خپله امریکا جوړه کړي ده .
لیکوال عاشق حسین طوری
دتهران راډیو دپښتو خپرونې مدیر
د۲۰۱۸ میلادی کال دجولاۍدمیاشتې ۲۴ نیټه
http://parstoday.com/ps/news/world-i75005

بچوې: (۱۰) ، (۱) ، pashto news ، pakhto khabrona
captcha