IQNA

په کویټه کی په ځان وژونکی حمله کی په لسګونوکسان مړه او ژوبل شول

17:52 - July 25, 2018
د خبر لمبر: 3481353
نړیواله ډله:دغه راپور زیاتوی چی یوه ځان وژونکی کس په موټر سایکل کې په چاودیبدونکیو موادو سره د پولیسو ګادی ته نږدې ځان الوزولی دی

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،زمونږ خبریال د پاکستان جنګ ورځپاڼۍ له قوله راپور راکوی د پاکستان د بلوچستان صوبې د کویټه له مشرقی بایی پاس سره نږدې په ځان وژونکی حمله کی د پولیسو په شمول ۳۲ کسان مړه او ۷۰ نور ژوبل شوی دی .
ویل کیږی چی دا حمله د ټاکنو د ترسره کیدا په وخت شوی ده او احتمال شته چی د تلفاتو شمیر نور هم زیات شی .
دغه راپور زیاتوی چی یوه ځان وژونکی کس په موټر سایکل کې په چاودیبدونکیو موادو سره د بلوچستان د پولیسو د لوړ رتبه افسر عبدالرزاق ګادی ته نږدې ځان الوزولی دی .په دغه حمله کی د پولیسو یو افسر وژل شوی دی خو عبدالرزاق پکې بچ شوی دی .
د پاکستان د لومړی وزیر په شمول نورو پاکستانی چارواکو او سیاسی او مذهبی شخصیتونو دغه چاودنه په کلکه غندلی ده .نن په پاکستان کی پارلیمانی ټاکنې کیږی .
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i75033

captcha