IQNA

د پاکستان د ملی او صوبایی انتخاباتو لمړنی نتایج

20:21 - July 26, 2018
د خبر لمبر: 3481355
نړیواله ډله:د پاکستان د ملی او صوبایی انتخاباتو په اړه، تر لاسه شوی راپورونه د دی بیانونکی دی، چی د غیر رسمی نتایجو په اساس، د عمران خان په مشرۍ « تحریک انصاف » د ملی پارلمان په انتخاباتو کی مخکښ دئ، چی ۱۱۲ څوکۍ یی ترلاسه کړی، مسلم لیګ ۶۴، پیپلز پارټی ۴۲، متحده مجلس عمل ګوند( د مذهبی ګوندونو ائتلاف ) ۱۰ ، متحده قومی مومنت ۸ ، جی دی ای ۶ ، مسلم لیک ق ۳ څوکۍ ګټلی دی.

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل،او د پنجاب په صوبایی پارلمان کی هم، د مسلم لیګ ن ګوند له نورو څخه مخته دئ؛ چی ۱۳۳ څوکۍ یی لاسته راوړی دی. نهضت انصاف ۱۲۳ ، آزاد کاندیدان هم ۲۸ څوکۍ، او جیب هم یوه څوکۍ ګټلې ده. په سند صوبه کی پیپلز پارټی تر نورو مخته ده؛ چی ۷۳ څوکۍ یی تر لاسه کړی دی. ستر ډموکراتیک ائتلاف ۱۲، تحریک انصاف ۲۲، متحده قومی مومنټ ۲۰ څوکۍ له ځانه کړی دی.
په خیبر پختونخواه صوبه کی تحریک انصاف مخته دئ؛ چی ۶۵
څوکۍ یی ګټلی دی. متحده مجلس عمل ۵ څوکۍ، عوامی نشنل پارتی ۸ څوکۍ، مسلم لیګ ن ۳ څوکۍ، او آزادو کاندیدانو ۵ څوکۍ لاسته راوړی دی. په بلوچستان صوبه کی هم، د عوامی بلوچستان ګوند ۱۴، متحده مجلس عمل ۱۲، تحریک انصاف ۶ څوکۍ د ځان په برخه کړی دی. ********
د پاکستان پوځ د انتخاباتو د ترسره کیدو په خاطر، ؤلس ته مبارکی وویله.
د پاکستان پوځ د عمومی اړیکو ویاند« جنرال آصف غفور » پخپل ټوییټ پاڼه کی ولیکل: چی پاکستان یو ځلی بیا بریالئ شو، او له وطنوالو څخه یی مننه وکړه.
هغه لیکلی دی: چی نړیوالو د پوځ په نسبت د خلګو احترام او محبت ولید. نوموړئ زیاتوی؛ چی خلګو د رایی اخیستنی په مرکزونو کی د پوځ سرتیرو ته احترام کاوه، او هغوی ته یی د ګلو ګیډۍ ورکولی. پداسی حال کی چی یی د انتخاباتو په نتایجو باندی اعتراض کونکی ګوندونه، په انتخاباتو کی په دخالت او درغلۍ تورن کړی دی.
******
مسلم لیګ ن؛ د پاکستان د پارلمانی انتخاباتو نتیجې رد کړې.
د مسلم لیګ ن مشر« شهباز شریف »؛ په یو خبری کنفرانس کی ویلی دی: د میلیونونو خلګو رأیو ته سپکاوئ شوئ، او څرګنده درغلې شوې ده. د پنجاب صوبی پخوانی اعلی وزیر وویل: ګمان کیده، چی خلګو او رأیه ورکونکو ته د نظر څرګندولو او د رأیی آزادی ورکوله کیږی، خو داسی نه شوه، او د خلګو رأیو ته سپکاوئ وشو. هغه زیاته کړه: چی د پاکستان خلګ به دغه بی عدالتې ونه زغمی، او مسلم لیګ ن دغه نتایج نه منی.
د مسلم لیګ ن مشر په دوام کی وویل: د اوکاره؛ لاهور؛ او راجن پور په شمول، په یو شمیر ښارونو کی یی، د دغه ګوند نمایندګان،
د رأیی ورکونی له مرکزونو څخه وایستل، او د ۴۵ شمیره فرم پر ځای یی، چی د انتخاباتو نهایی نتیجی ښیې؛ هغوی ته سپین کاغذونه ورکړل.
د پاکستان د سنټ غړی« سید مشاهد حسین » هم وویل: په ۲۰۱۸ م کال کی انتخابات ترسره نه شول، بلکه یو انتصاب« sel ction»
ؤ. د نظر وړ کسان یی بریالی او ګټونکی کړل، او هغه کسان یی چی د پوځ له نظره، باید نه وای بریالی کیدلای، بهر ته واچول.
هغه همداراز وویل: د لمړنی ځل لپاره په پاکستان کی ډیر ناوړه او چټل انتخابات ترسره شول، چی دا د انتخاباتو کمیسیون او د مؤقت دولت ناکامی ښیی.
*******
متحده مجلس عمل؛ د انتخاباتو نتیجی نه دی منلی.
د متحده مجلس عمل له مشرانو څخه، مولانا« فضل الرحمان » د پاکستان د پارلمانی انتخاباتو نتایج ونه منل، او ویی ویل: په انتخاباتو پراخی درغلۍ شوی دی. هغه اعلان وکړ: د دؤو ورځو په ترځ کی، د ټولو ګوندونو کنفرانس را بولی. نوموړی زیاته کړه: له پیپلزپارټۍ څخه، د آصف علی زرداری او د مسلم لیګ
ن له ګوند څخه؛ د شهباز شریف سره هم خبری شوی دی، او د متحده مجلس عمل له نورو غړیو؛ لکه:انس نورانی او سراج الحق سره یی هم، اړیکی نیولی دی.
د ویلو ده؛ چی د پاکستان ۸ سیاسی ګوندونه، د انتخاباتو د نتایجو په نسبت یو لړ ملاحظی لری، او ټول وایی؛ چی خپل نمایندګان یی د رایی اخیستنی له مرکزونو څخه ایستلی دی. مسلم لیګ ن؛ پیپلز پارټۍ؛ متحده مجلس عمل؛ متحده قومی مومنټ؛ پاک سرزمین ګوند، او د تحریک لبیک یا رسول ا... ګوند خپل اعتراضونه اعلان کړی دی.

*******
پیپلز پارټۍ؛ د پاکستان انتخابات په بی نظمۍ تورن کړل.
د پاکستان دسنټ غړی« رضا ربانی »؛ چی په یو خبری کنفرانس کی یی وینا کوله، وویل: له انتخاباتو وړاندی؛ ټولو ګوندونو ته په مساوی توګه د کمپاین او تبلیغاتو فرصت ور نه کړل شو، او دا کافی نه وه، چی د انتخاباتو په وخت بی نظمی، یعنی رأیه ورکونی او د رأیو شمیرلو هم زیاتی پوښتنی را منځته کړی دی. هغه وویل: چی د تبلیغاتو په مهال بی نظمی او د خنډونو را منځته کولو، او د انتخاباتو په ورځ، او د رأیو د شمیرلو په وخت بی نظمی را
وښودل، چی له یو ګوند څخه پرته( د عمران په مشرۍ؛ تحریک انصاف »، نور ټول ګوندونه لیری او بهر کوی.
البته باید وویل شی، چی پیپلز پارټۍ یو وخت، د پاکستان ډیر ستر ګوند، او وفاق او پخلاینی سمبول ؤ. د بی نظیر بوټو له ټرور وروسته، ورو؛ ورو وړوکی شو. البته؛ د ۲۰۰۸ م کال په انتخاباتو کی، چی دغه ګوند ګټونکئ شوئ ؤ، د میرمن بی نظیر بوټو د ټرور په خاطر د خواخوږۍ او د غمر رازۍ د رأیو له کبله ؤ، چی د ۲۰۰۷ م کال د ډسمبر په ۲۷ نیټه یی بڼه نیولې وه. او د ۲۰۱۳ م کال په انتخاباتو کی یی، د دویم ګوند په توګه نتایج تر لاسه کړل، او په پارلمان کی یی د اپوزیسیون رول ولوباوه. خو د روان ۲۰۱۸ م کال په انتخاباتو کی یی، د ۴۳ رأیو په ګټلو سره، دریم مقام ته ورسید، او دغه رأیی هم زیاتره په سند صوبه کی وې، او د پنجاب؛ خیبر پختونخواه او بلوچستان په دریو صوبو کی ناکامه ؤ.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i75020

captcha